Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

بغلان ولایت ته ثبات او همپالنې ټیم والي د ولایت له انګړه بېرته ستون شوی

پلخمري (پژواک،۵کب ۹۸): د بغلان ولایتې ادارې مسوولین وايي، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له لوري ټاکل شوي والي د بغلان ولایت دفتر نه بهر په انګړ کې تر څو شېبو تم کېدو وروسته بېرته وتلی دی، خو قومي مشران په دې برخه کې پولیس پړه بولي او وايي، د بغلان پولیسو د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویان د ولایت تر انګړه را رسولي دي.

د بغلان ولایت سرپرست والي عبدالقدیم خان نیازي نن ماښام په خبري ناسته کې په دې اړه خبریالانو ته وویل: ((بغلان ولایت مقام د تېر په څېر د دولتي مامورینو لاس کې دی او هیڅ ستونزه نشته.))

ده زياته کړه، د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم پلویانو هڅه وکړه چې د بغلان ولایت انګړ ته دننه شي، پولیسو یې پر وړاندې د احتمالي پېښې د رامنځته کیدو په موخه عکس العمل ونه ښود، هغوی انګړ ته له دننه کېدو څو شېبې وروسته بېرته ووتل.

دى وايي: ((د ثبات او همپالنې ټیم له خوا ټاکل شوی والي د ولایت مقام دفتر ته نه دی دننه شوی، دا دی زه د والي په توګه خپل دفتر کې ناست یم او د ولایت ټول کارکوونکي پر خپل ځای دي.))

خو د بغلان ولایت پخواني جهادي قوماندان او د دولت ساز ټیم غړي ملا عالم وویل: ((د بغلان ولایت انګړ ته د ثبات او همپالنې ټیم له خوا تعيین شوي والي راتګ سیاسي چال وو چې د بغلان ولایت امنیتي ځواکونو په ځانګړې توګه د پولیسو پرمټ ترسره شو.))

د ده په خبره، د ولایت امنیتي ساتونکو قصداً د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو ته اجازه ورکړې چې خپل خوښى والي د ولایت انګړ ته دننه کړي.

دی د بغلان ولایت پر امنیه قوماندان نیوکه کوي او وايي، ده په یواځې مټ پنځه ورځې د بغلان ولایت مقام وساته، خو د ثبات او همپالنې ټیم پلویانو د راتګ پرمهال یې ده ته د هغوی د مخنیوي اجازه ورنه کړه، ښکاره ده چې دا یو سیاسي چال وو.

د بغلان ولایت امنیه قوماندان حاضر و، خو له رسنیو سره یې له خبرو کولو ډډه وکړه.

په ولسي جرګه کې د بغلان د خلکو وکیلې نوریې حمیدي وویل، په رښتیا چې سم کار نه دی شوی، خو دا هر څه باید د خبرو له لارې حل شوي واى، خو ښه داده چې دواړو ډلو ترمنځ نښته نه ده شوې.

بلخوا د ثبات او همپالنې ټاکنیز ټیم له خوا بغلان ته ټاکل شوي والي مصطفی محسني پژواک خبري اژانس ته وویل، نن یې د معرفي لومړۍ ورځ وه، نه یې غوښتل چې ولایت کې ډېر تم شي، سبا خپلې دندې ته ځي او پر وړاندې یې هیڅ ستونزه هم نه وي.

د ثبات او همپالنې ټیم پلویان په داسې حال کې خپل والي ولایت انګړ ته دننه کوي چې نن له غرمې مخکې د دولت ساز ټیم سلګونو پلویانو په یوه غونډه کې د یادې ستنونزې د حل لپاره د دواړو خواوو ترمنځ د خبرو غوښتنه کړې وه .

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.