ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

جنرال عليزى: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري

جنرال عليزى: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري

author avatar
24 Feb 2020 - 17:56
جنرال عليزى: افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره چمتووالی لري
author avatar
24 Feb 2020 - 17:56

مزارشريف (پژواک، ۵کب  ۹۸): په شمال کې د ۲۰۹ شاهين قول اردو قوماندان وايي، په دغه زون کې وروستي ټاکنيز جنجالونه د اندېښنې وړ نه دي.

بريد جنرال هيبت الله عليزي د کب په پنځمه د سرتېري اوونۍ نمانځنې په موخه جوړه شوې غونډه کې وويل چې افغان ځواکونه د سولې او جګړې دواړو لپاره پوره چمتووالی لري.

د شاهين قول اردو قوماندان په خپلو خبرو کې همدا راز وويل، د تاوتريخوالي د کموالي اوونۍ له پيل راهيسې په شمال زون کې کومه جدي او لويه امنيتي پېښه نه ده رامنځته شوې.

د هغه په خبره، افغان ځواکونه ژمن دي چې په دغې اوونۍ کې به د خپلې کړې ژمنې خلاف ګام نه پورته کوي.

نوموړي پر طالبانو هم غږ وکړ چې له جګړې لاس واخلي او د سولې رامنځته شوی فرصت ضايع نه کړي.

جنرال عليزي زياته کړه، روان وضعيت د سولې د خبرو برياليتوب لپاره ښه فرصت دی؛ خو په وينا يې چې دوی به هم د سولې او هم د جګړې لپاره بشپړ چمتووالی لري.

د شاهين قول اردو قوماندان په يو شمېر شمالي ولايتونو کې وروستيو ټاکنيزو جنجالونو ته په اشارې وويل، چې دغه موضوع د اندېښنې وړ نه ده.

هغه زياته کړه: ((مدني حرکتونه يې حق دی، مخکې دې لاړ شي، موږ يې په اړه کومه اندېښنه نه لرو، چې څوک موازي حکومت اعلانوي يا يې نه اعلانوي، موږ په ټولو ځايونو کې خپله امادګي لرو او له دې موضوع څخه اخوا موږ له نړيوال تروريزم سره مخ يو. اول بايد له هغه څخه ځان خلاص کړو بيا به دې وړو مسايلو سره ګورو)).

د ده په خبره، نړيوال تروريزم سره مبارزه د ملي اردو لومړيتوب دی.

عليزي دا هم وويل چې وسله وال مخالفين د جګړې له لارې ميدان نه شي ګټلی او امنيتي ځواکونه له خپل هېواد او ځمکنۍ بشپړتيا څخه د ساتنې توانايي لري.

نوموړی زياتوي، د امنيتي منسوبينو د قربانيانو کورنيو ته به جدي پاملرنه کوي او هڅه يې دا ده، چې سرتېرو ته د هغوی ټول حقوق پر وخت ور ورسوي.

په ورته مهال د بلخ د مدني ټولنو د اتحاديې مشر سيد عبدالحميد صفوت په خپلو خبرو کې وويل، چې افغان امنيتي ځواکونه بايد د افغانستان د قوانينو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه مخ ته بوځي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.