Language

ارګ : د لا ښه چمتووالي په موخه د لوړې مراسم د کب ١٩مې ته ځنډول شوي

کابل (پژواک، ٧ کب ٩٨) :  د ولسمشرۍ ماڼۍ ومنله چې د ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم د کب تر ١٩ مې نېټې ځنډول شوي، څو دې مراسمو ته نور ښه چمتووالى ونيول شي.

له ارګ څخه دکب په ٧مه،پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني له تخنیکي برخو، د هېواد په کچه سیاسي شخصیتونو، قومي مشرانو، د دولت ساز ټیم له مشرتابه او د افغانستان نړيوالو شريکانو سره له پراخو او هر اړخیزه مشورو وروسته دا مصلحت وګاڼه چې د پنجشنبې ورځ دکب په ۸مه، د لوړې ترسره کېدونکي ستر مراسم، د کب تر ۱۹مې نېټې پورې وځنډول شي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د کرونا ويروس د خپرېدو اوازې، د بهرنيو لوړرتبه مېلمنو د راتګ لپاره د وخت کمی او د مراسمو لپاره د لا ډېر تخنيکي چمتوالي اړتيا، د دې سترې ملي برنامې د ځنډ اساسي لاملونه دي.

ارګ ويلي، ولسمشر غني د شريف ملت د حوصلې او د هېواد د لوړو مصالحو په اړه د دوی د ژور درک مننه کوي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د هېواد ټولو ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو ته دستور ورکول شوی چې په ټول هېواد کې د تاوتریخوالي کمښت ته د مسلکي پاملرنې ترڅنګ دې د هېوادوالو د مال او ځان په خوندیتوب کې يوه شېبه غفلت نه کوي او د خلکو په خدمت کې دې وي.

د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ د افغانستان ملت ته ډاډ ورکړى چې د دولت دستګاه به د پخوا په څېر، افغانانو ته د اغېزناکو او پر وخت خدمتونو رسولو په برخه کې خپل مسوولیتونه په پوره جدیت او صداقت ترسره کوي.

ټاکل شوې وه، چې د لوړې مراسم سبا د پنجشنبې په ورځ ترسره شي، خو امريکا وايي چې ددوى په غوښتنه د کب تر ١٩مې نېټې ځنډول شوي او د ولسمشر غني ددې اقدام هرکلى يې کړى دى.

تر دې مخکې د افغانستان دسولې لپاره دامريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد هم په يوه ټويټ کې ليکلي چې د ټاکنو پروسه پاى ته رسېدلې، کمېسيون غني ګټونکى اعلان کړى او دا چې د لوړې مراسم د کب تر ١٩مې ځنډيدلي، دوى يې هرکلى کوي.

login or register a new account.