کابل (پژواک، ۷ کب ۹۸): د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس ډاکتر عبدالله عبدالله په افغانستان کې د عادلانه او تلپاتې سولې د زمینې برابرولو په اړه د امریکا او د افغانستان د نورو نړیوالو همکارانو د کوښښونو هرکلی کړی دی.
د اجرائیه ریاست په خبرپاڼه کې چې نن خپره شوې، راغلي چې د تېرو څو ورځو په لړ کې د تاوتریخوالي په اړه هوکړې عملي بڼه پیدا کړې او په دوام سره به یې د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ هوکړه لیک چې د بین الافغاني خبرو او عمومي اوربند لپاره د زمینې په برابرولو کې مهم ګام بلل کېږي، لاسلیک شي.
سرچینې زیاته کړې: «په داسې حال کې چې د ټاکنو له بهیره د رامنځته شوي بحران او سولې پروسې د جدي تمرکز د فرصت رامنځته کولو لپاره له نړیوالو همکارانو او ملي شخصیتونو څخه د مننې ترڅنګ د سولې بهیر، د قوانینو تطبیق، په ټاکنو کې د رونټیا، د خلکو له پاکو رایو د دفاع او درغلۍ له بنسټیزې کېدو د مخنیوي په برخه کې د خپل او همکارانو له دریځه کلک ملاتړ کوو.»
ویل کېږي چې امریکا او ناټو په جلا اعلامیو کې چې د افغانستان د ولسمشرۍ ټاکنو په اړه خپرې شوې، د سولې پر بهیر یې ټینګار کړی او د افغانستان له سیاستوالو یې غوښتي چې په هېواد کې ملي وحت او ثبات ته کار وکړي.
login or register a new account.