کابل (پژواک، ۱۰ کب ۹۸): د ولسمشر د ملي امنیت مشاور وایي، د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې د نه منلو وړ موارد لکه «اسلامي امارت» موجود دي چې د افغانستان د حکومت د منلو نه دی.
تمه ده چې نن د طالبانو او امریکا ترمنځ د سولې هوکړه لیک له ۳۰ د ډېرو هېوادونو او یو شمېر نورو نړیوالو سازمانونو استازو پر واړندې، د طالبانو د سیاسي دفتر د مرستیال ملا عبدالغني برادر او د افغان سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ترمنځ په قطر کې لاسلیک شي.
تر اوسه د دې هوکړې جزئیات نه دي په ډاګه شوي، خو تمه ده چې د هغه له لاسلیک وروسته د سولې بین الافغاني خبرې پیل شي.
په همدې حال کې د ولسمشر محمد اشرف غني د ملي امینت سلاکار حمد الله محب رسنیو ته ویلي، په یاد هوکړه لیک کې داسې ټکي شته چې د کابل د منلو نه دي.
هغه په یاد هوکړه لیک کې «اسلامي امارت» یو مورد ښودلی او وایي: «د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې په هوکړه لیک کې داسې ټکې دي چې موږ ورسره موافق نه یو؛ یو له هغو څخه د «اسلامي امارت» د نوم یادول دي چې باید د طالبانو تحریک یاد شوی وای.»
نوموړي د اختلافي ټکو په اړه ډېر جزئیات ور نه کړل خو ویې ویل چې ټاکل شوې چې نن د افغانستان او امریکا د متحدو ایالتونو ترمنځ ګډه اعلامیه خپره شي او په دې اړه پکې خبرې وشي.
همداراز نوموړي ویلي چې افغان حکومت یو شپږ کسیز پلاوی «تماس» دوحې ته استولی څو د افغانانو ترمنځ راتلونکو مزاکراتو لپاره زمینه برابره کړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP