ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

“اندونیزیا د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د علماوو د همغږۍ هڅې پیل کړي”

“اندونیزیا د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د علماوو د همغږۍ هڅې پیل کړي”

author avatar
1 Mar 2020 - 18:00
“اندونیزیا د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د علماوو د همغږۍ هڅې پیل کړي”
author avatar
1 Mar 2020 - 18:00

کابل (پژواک، ١١ کب ٩٨): د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیره وايي، هېواد یې د افغان سولې ملاتړ کوي او هم له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا کار کوي.

له ارګ څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې  رتنو مرسودي سره په ګلخانه ماڼۍ کې وکتل.

سرچينه زياتوي، په دې کتنه کې، جمهور رئیس غني هغې ته د افغان سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه معلومات ورکړل، ويې ویل، د امریکا متحدو ایالتونو او طالبانو ترمنځ د سولې لاسلیک شوې هوکړه سولې ته د رسېدو لپاره یو مهم ګام دی.

جمهور رئیس د سولې لپاره پر سیمه ییزې اجماع په ټینګار سره وویل، په سیمه کې د همکاریو او همغږۍ فضا په رامنځته کولو کې د اندونیزیا د مثبت رول ستاینه کوي او زیاته یې کړه، ترهګري اوس هم سیمې ته ګواښ دی او طالبان باید له نورو ترهګرو ګروپونو څخه لار جلا کړي.

دى زياتوي:"موږ له یوې وسله والې ډلې سره مذاکرات پیلوو او هیله من یو چې طالبان د تاوتریخوالي له منځه وړلو په اړه د خلکو د سولې غږ ته مثبت ځواب ووایي. موږ هیڅ وخت جګړه نه غواړو."

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې رتنو مرسودي وویل، افغانستان ته د دې راتګ د دې ښودنه کوي چې اندونیزیا د افغان سولې ملاتړ کوي او د سولې پروسه کې یې د علماوو او ښځو پر رول ټینګار وکړ او زیاته یې کړه، اندونیزیا د افغان سولې لپاره د سیمې هېوادونو د علماوو د همغږۍ کار پیل کړی دی.

هغې زیاته کړه: "د ښځو د ظرفیت لوړول مهم اصل دی او ما په دوحه کې بین المللي ټولنې ته دا پیغام ورکړ چې افغان ښځې پر شاتګ نه کوي او افغانان دې ډاډه اوسي چې بین المللي ټولنه د دې پرمختګ بشپړ ملاتړ کوي."

اندونیزیا ټولو افغانانو ته قوي پیغام ورکوي چې د افغانستان حکومت په رهبرۍ او مالکیت د سولې پروسې ملاتړ ته به دوام ورکوي.

رتنو مرسودي د خپلو خبرو په پای کې وویل، هېواد یې له افغانستان سره د اقتصادي همکاریو پر پیاوړتیا او پراختیا کار کوي.

د خبرپاڼې د معلوماتو په اساس، د دغې کتنې په پای کې جمهور رئیس غني د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې اغلې رتنو مرسودي ته چې د افغانستان او اندونیزیا ترمنځ یې د ښو او هر اړخیزو دوستانه اړیکو پراخولو، د دوه اړخیز باور او همکارۍ د لا زیاتولو او  د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو د پراختیا په برخه کې هلې ځلې کړي، د میوند معرکې اتلې ملالۍ دولتي مډال  ورکړ.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.