کندوز ښار (پژواک، ١١ کب ٩٨): تاجکستان او پاکستان هېوادونو د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه په کندوز او کندهار ولايتونو کې د تګ راتګ لارې له افغانستان سره وتړلې.
د کندوز د شېر خان بندر کميسار نجيب الله راغستاني د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تاجکستان هېواد له تېرو دوو ورځو راهيسې خپله پوله په دغه بندر کې له افغانستان سره تړلې ده.
هغه وايي: ((تاجکستان پرون سهار د مسافرينو او ټولو موټرو پر مخ خپل بندر بند کړى او وايي چې دغه کار يې د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه کړى دى.))
خو نوموړی زياتوي چې د افغانستان پوله د تاجکستان د سوداګرو او موټرو پر وړاندې پرانيستې ده.
بل لور ته په دغه بندر کې د سوداګرۍ خونې استازي مسعود وحدت پژواک ته وويل چې له پرون راهيسې تاجکستان هېواد د افغانستان يو شمېر موټر درولي دي.
هغه وايي: ((په دغو موټرو کې مېوې بار دي، بايد اجازه ورکړل شي؛ ځکه مېوې يې خرابېږي.))
نوموړي له حکومتي مشرانو غوښتنه وکړه چې ياده ستونزه له تاجکستان سره هواره کړي.
د يادونې ده، تاجکستان هېواد له افغانستان سره په بدخشان، کندوز او تخار ولايتونو کې ١٣ سوه کيلومتره ګډه پوله لري.
دغه راز په کابل کې د پاکستان سفارت د يوې اعلاميې په خپرولو سره ويلي چې سر له سبا (د کب ١٢مه) د کرونا ويرويس د مخنيوي په موخه پاکستان د کندهار په سپين بولدک- چمن سيمه (د دوستۍ دروازه) د افغانانو د تګ راتګ پر مخ بندوي.
پاکستان او تاجکستان له هغه وروسته له افغانستان سره د تګ راتګ لارې بندوي چې څه موده وړاندې د افغانستان د عامې روغتيا وزارت اعلان وکړ چې په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ يوه مثبته پېښه ثبت شوې ده.
د يادونې ده، کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې د چين په اوهان ښار کې پیدا شوی و، اوس د چين د ډېرو ښارونو ترڅنګ په شاوخوا ٣٠ هېوادونو کې خپور شوی دی.
د دغه ويروس له امله تر اوسه په چين کې شاوخوا ٢٧٠٠ کسان مړه شوي او نږدې ٩٠زره نور پرې اخته شوي دي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP