ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د بلخ ځينو خلکو د امريکا او طالبانو د تړون هرکلى وکړ

د بلخ ځينو خلکو د امريکا او طالبانو د تړون هرکلى وکړ

author avatar
1 Mar 2020 - 17:11
د بلخ ځينو خلکو د امريکا او طالبانو د تړون هرکلى وکړ
author avatar
1 Mar 2020 - 17:11

مزارشريف (پژواک، ۱۱کب ۹۸): د بلخ ولايت په مرکز مزارشريف ښار کې يو شمېر خلکو د امريکا او طالبانو تر منځ د سولې شوي توافق څخه د ملاتړ تر څنګ غوښتنه وکړه، چې طالبان دې دايمي اوربند ته غاړه کېږدي او همدا راز دې له قيد او شرط پرته له حکومت سره خبرې پيل کړي.

دوی همدا راز ويل چې د افغانستان ټول سياسي جهتونه بايد د بين الافغاني خبرو په تړاو واحد نظر ولري.

د ښځو د حقونو فعالې پلوشې اڅکزۍ د کب په ۱۱مه، پژواک خبري اژانس ته وويل چې د امريکا او طالبانو تر منځ د شوي توافق په اړه خوشبيني لري، خو فکر نه کوي چې ټولې ستونزې دې حل شوې وي.

هغې زياته کړه، د سولې خبرو مهم پړاو اوس پيلېدونکی دی او بايد په ډېر احتياط وړاندې لاړ شو.

د مزارشريف دغه اوسېدونکې زياتوي، کور دننه د سياسي وضعيت پېچلتيا او همدا راز د سياسيونو تر منځ اختلافونه که حل نه شي، نو د بين الافغاني مذاکراتو په پروسه کې د جمهوريت غږ ته زيان رسولی شي.

مېرمن اڅکزۍ له ټولو سياسي اړخونو څخه غوښتنه وکړه چې په دې حساسه مرحله کې له خپلو شخصي او فردي ګټو په شا شي او د افغانستان د ساتنې په موخه د بين الافغاني مذاکراتو مېز ته سره کېني.

ديني عالم محسن دانش وايي، د طالبانو او امريکا تر منځ د سولې توافق ډېرې برخې د اندېښنې وړ دي او په وينا يې چې افغانان يې بايد په اړه محتاطانه غبرګون وښيي.

نوموړي زياته کړه، طالبان بايد ثابته کړي چې له افغانانو سره په خبرو کې هم رښتيني دي.

د دانش په خبره، افغان حکومت بايد د خپل وطن د ګټو په رڼا کې بين الافغاني مذاکراتو ته لاړ شي او هغه څه بايد وکړي، چې د يوې بلې جګړې سبب نه شي.

دغه ديني عالم وويل: (( ماته جالبه وه چې نږدې دوه لسيزې امريکا طالبان تروريستان ګڼل؛ خو پرون يې له هغوی سره تړون لاسليک کړ، زه دې وضعيت ته ډېر نه يم خوشحاله، زه د يو افغان په حيث غواړم پوه شم چې بين الافغاني مذاکراتو کې د طالبانو حسن نيت څه دی)).

د بلخ د ولايتي شورا غړې بي بي نسا نوري هم د طالبانو او امريکا تر منځ شوي تړون ته خوشحاله ده؛ خو زياتوي چې د افغانستان د تېرو دوه لسيزو د لاسته راوړنو د ساتلو برخه کې تشويش لري.

هغې هيله وکړه چې طالبان بايد د افغان ټولنې اوسني حقيقتونه ومني او د افغانانو فردي ازاديو ته پام وکړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.