تالقان (پژواک، ١١ کب ٩٨): د تخار په مرکز تالقانو ښار کې د وسله والو کسانو په بريد کې يو زرګر وژل شوى او دوه نور ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د کب په ١١مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن له غرمې مخکې د تالقانو ښار په مرکزي چوک کې وسله والو غلو پر زرګرانو بريد کړى دى.
هغه وايي چې په دغه بريد کې درې زرګران ټپيان شوي او پوليسو د وسله والو غلو يو تن نيولى دى.
هغه زياته کړه: ((له يادو زرګرانو څخه يو تن چې توره خان نومېده په روغتون کې ساه ورکړې او نيول شوى کس ذکر الله نوميږي چې د کندوز ولايت اوسېدونکى دى.))
بل لور ته د دغه وژل شوي زرګر خپلوان امان الله پژواک ته وويل: ((په رڼا ورځ غله راغلل، دوه تنه و وسلې ورسره وې، يو زرګر يې په دوکان کې دننه او دوه نور يې بيرون ټپيان کړل.))
ده وويل چې توره خان زرګر د ژورو ټپونو له امله په روغتون کې ساه ورکړې ده.
نوموړي له حکومت نه غوښتنه وکړه چې د وسله والو غلو د فعاليتونو مخه ونيسي؛ ځکه د دوى شتون د خلکو لپاره لويه اندېښنه وه.
د يادونې ده، د تخار ترڅنګ په کابل او يو شمېر نورو ولايتونو کې هم خلک د وسله والو غلو له لاسه په تنګ شوي او د شپې له مخې نه شي کولاى په اسانه چېرته سفر وکړي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP