کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٨) : د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له لاسليک وروسته د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د بنديانو د خوشې کولو پر سر ناندرۍ زياتې شوې دي.
دوه ورځې مخکې دکب په ١٠مه، په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ (افغانستان ته د سولې د راوستلو) تړون لاسليک شو.
په دې تړون کې راغلي چې تر لاسليک وروسته به په لسو ورځو کې پنځه زره طالب بنديان او زر تنه دولتي سرتېري له زندانونو خوشې کېږي.
خو پرون ولسمشر اشرف غني په يوه خبري کنفرانس کې وويل چې دوى له امريکا سره د بنديانو د خوشې کولو کومه ژمنه نه ده کړې.
هغه په ډاګه کړه، چې د بنديانو د خوشې کولو په تړاو به په بين الافغاني مذاکراتو کې خبرې کېږي.
بلخوا د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، څو پورې چې ددوى پنځه زره بنديان نه وي خوشې شوي، دوى به بين الافغاني مذاکراتو کې برخه نه اخلي.
هغه زياته کړې د لاسليک شوې توافقنامې پر اساس امريکا ژمنه ده چې د طالبانو ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کېدو پروسه د بين الافغاني مذاکراتو له پيل څخه مخکې (د مارچ مياشتې تر لسمې) تکميل کړي.
بلخوا مجاهد نن بريتانوي رسنۍ رويټرز سره په يوه مرکه کې ويلي، چې د تاوتريخوالي کمولو موده پاى ته رسېدلې او ددوى عمليات به ډېر ژر پيل شي.
مجاهد ويلي چې د خلکو د خوښۍ لپاره دوى اوس هم د تاوتريخوالي کمولو يا اور کم باندې عمل کوي.
بلخوا د ولسمشر وياند صديق صديقي وايي چې د زندانيانو خوشې کول د بين الافغاني مذاکراتو د پيل لپاره مخکنى شرط نه دى.
هغه پژواک اژانس ته وويل، د بنديانو د خوشې کولو موضوع کېداى شي د بين الافغاني مذاکراتو برخه وي، خو د خبرو لپاره شرط نه شي کېداى.
صديقي وايي : ((موږ هيله لرو، چې طالبان له امريکا سره د تړون پر ژمنو عمل وکړي، په دې ژمنو کې له القاعدې او نورو ترهګرو ډلو سره اړيکې پرېکول او له افغان حکومت سره د سياسي جوړ جاړي لپاره خبرې اترې پيلول دي.))
login or register a new account.