Language

محب: له امريکا سره د تړون په لاسليک طالبانو د جګړې مشروعيت له لاسه ورکړ

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٨) : د ملي امنيت سلاکار وايي چې طالبانو له امريکا سره د تړون په  لاسليک کولو سره په افغانستان کې د جګړې مشروعيت له لاسه ورکړ.

محب دغه څرګندونې نن د کب په ١٢مه، مازيګر ناوخته د ملي تلوېزيون په مناظره پروګرام کې د خبرو او د ګډونوالو د پوښتنو د ځوابونو پر مهال وکړې.

هغه د امريکا او طالبانو ترمنځ ( په افغانستان کې د سولې راوستلو) په اړه لاسليک شوي تړون ته په اشارې سره وويل ، چې دا يو  ښه پرمختګ دى خو په دې شرط چې طالبان سولې ته خپله ژمنتيا ثابته کړي.

په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ ياد تړون د کب په ١٠مه، د ګڼ شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو په شتون کې لاسليک شو، چې له مخې به يې په ١٤ مياشتو کې بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي، په لسو ورځو کې د بنديانو د خوشې کولو لړۍ او بين الافغاني مذاکرات به پيل شي.

د ا فغانستان د ملي امنيت سلاکار وويل : (( ددې تړون لاسليک سره طالبانو قبوله کړه چې دوى تر اوسه جهاد نه، بلکې تاوتريخوالى کولو، اوس يې ومنله چې تاوتريخوالى کم کړي ، دغه کار سره  هغوى د روانې جګړې مشروعيت له لاسه ورکړ.))

خو محب وايي، چې دا يو ښه فرصت دى چې په هېواد کې د سولې لپاره کار وشي ، هيله مندي شته چې طالبان د سولې لپاره په واقعي او رښتينې توګه کار وکړي.

نوموړي ددې تړون په اړه د ځينو خلکو د اندېښنو په هکله وويل چې خلک بايد هېڅ ډول اندېښنه ونه لري.

هغه زياته کړه : (( دلته نظام شته چې د خلکو ګټې به خوندي ساتي، دا نظام قوي  پايې او نړيوال ملاتړ لري، د نوي يم او دوه زرم کلنو تاريخ  بيا نه تکراريږي، اوس د ٢٠٢٠ کال افغانستان دى، پخوانى نه دى. ))

ده وويل چې د اسلامي جمهوريت، دېموکراسۍ او د خلکو د حقوقو ساتنه ددولت مسووليت دى.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې دغه جګړه چا وګټله، حمدالله محب وويل چې نه امريکا ماتې خوړلې اونه هم افغان ځواکونو، له تېرو  اوو مياشتو راهيسې د جګړې په ډګر کې طالبان مات شوي، اته ولسوالۍ ترې نيول شوي ، دا يو سياسي جوړ جاړى دى، نه دا شکست.

خو هغه زياته کړه، که چېرې طالبان سوله کوي او له افغان وژنې لاس اخلي، نو دوى اماده دي چې  د هغوى بريا  ومني.

د امريکا د بهرنيو چارو مايک پومپيو ويلي چې له طالبانو سره په لاسليک شوي تړون کې دوه محرم اجراييوي اسناد شته، چې په اړه يې خلکو ته معلومات نه دي ورکړل شوي.

login or register a new account.