ښرنه (پژواک، ١٢ کب ٩٨): د پکتيکا والي ولس ته د دولت د حساب ورکونې پر مهال وويل چې په دولتي ادارو کې به د مېرمنو ونډې ته ځانکړې پاملرنه کوي.
والي ډاکتر مجيب الرحمن څمکني د کب په ١٢مه په دې اړه يوې غونډې ته وويل چې په پکتيکا کې په دې وروستيو کې ښځو ته په دولتي ادارو کې د ولایتي ادارې پاملرنه زیاته شوې او په پلان کې ده چې ګڼ شمېر مېرمنې په ملکي او نظامي برخو کې پر دندو وګوماري.
هغه وويل چې د دندې له پيله يې په دغه ولايت کې پر وړو، غټو او کلیدي بستونو مېرمنې مقررې کړې دي او دغه لړۍ لا هم دوام لري.
نوموړي ژمنه وکړه چې په راتلونکي کې به هم په ټولو دولتي ادارو کې د مېرمنو ونډې ته ځانکړې پاملرنه کوي، څو ښځي وکولی شي، د دندې په کولو سره ورپېښې اقتصادي ستونزې په اسانۍ سره حل کړي او یا هم د ښځو اړوند ستونزو ته رسیدنه وشي.
د امينې په نوم يوې مېرمنې په دې اړه وويل چې که څه هم په پکتيکا کې د لوستو نجونو شمېر کم دی، خو په دې ورستيو کې يو شمېر مېرمنې چې زده کړې يې کړې،دندې نه شي پیدا کولی.
هغې زياته کړه: ((پکتيکا کې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې مې په ډېرې سختۍ وکړې؛ ځکه دلته د لوړو زده کړو زمينه نه ده برابره، خو بيا هم اماده یو چې د پوهنې، روغتيا او نورو ملکي ادارو کې دندې تر سره کوو، خو دولت زمينه سازي نه ده راته کړې.))
يوه بله مېرمن روحانه چې په پکتيکا کې د قابلګۍ له زده کړو فارغه شوې وايي، د کورنۍ د اقتصادي مشکلاتو له امله چمتو ده چې په دولتي ادارو کې دنده ترسره کړي، خو تر اوسه ورته زمينه سازي نه ده شوې.
هغې وويل چې دلته مېرمنې د ژوند له ګڼو حقونو بې برخې دي؛ ځکه نه شي کولی حکومتې مامورينو ته خپلې ستونزې وړاندې کړي، خو که په ادارو کې ښځينه مامورينې ځای په ځای شي، د مېرمنو په برخه به د تاوتريخوالي کمښت را منځته شوی وي.
د يادونې ده، اوس مهال د پکتيکا په دولتي ادارو کې د ګوتو په شمېر مېرمنې دندې ترسره کوي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP