Language

ټرمپ او ولسمشر غني د سولې پر وروستيو تحولاتو خبرې وکړې

کابل (پژواک، ١٢ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ولسمشر اشرف غني سره په يوه ټيلېفوني اړيکه کې د سولې پروسې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې وکړې.

له ارګه د کب په ١٢مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ټيلېفوني اړيکه چې پرون له ماښام وروسته ترسره شوه، د امريکا ولسمشر د افغانستان د سولې په اړه د وړمې ورځې پر تحول د خوښۍ څرګندولو پر مهال ولسمشر غني ته د خپلې مبارکۍ مراتب څرګند کړل.

ټرمپ زياته کړه چې په افغانستان کې د سولې پروسې د وروستیو ګامونو عملي کولو لپاره د ولسمشر غني پر رهبرۍ او د افغانستان اسلامي جمهوریت د نظام پر ظرفیت باور لري.

دا په داسې حال کې ده چې  وړمه ورځ په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ (په افغانستان کې د سولې لپاره) تړون لاسليک شو.

د دغه لاسليک له مخې به لومړى بنديان خوشي کېږي، لس ورځې وروسته به بين الافغاني مذاکرات پيلېږي او په ١٤ مياشتو کې به امريکايي ځواکونه له افغانستانه وځي.

هممهاله د امريکا او طالبانو ترمنځ د تړون له لاسليک سره په کابل کې د ناټو سرمنشي او د امريکا دد فاع وزير له ولسمشر غني سره په يوه ګډ خبري کنفرانس کې له افغان ځواکونو سره د خپلو اوږود همکاريو ژمنې تازه کړې.

د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له ياد تړون وروسته په سپينې ماڼۍ کې يوې خبري غونډې ته ويلي چې ډېر ژر به د طالبانو له  مشرانو سره وګوري، خو دا يې نه دي ويلي چې دا ليدنه به چېرته کېږي.

login or register a new account.