کابل (پژواک، ۱۴ کب ۹۸): ارګ ویلي چې د ولسمشر د بوختیاوو له امله ملي شورا له څو ورځې ځنډ وروسته پرانیستل کېږي؛ خو د ولسي جرګې د رییسانو کمېټې پرېکړه کړې چې دغه جرګه د راتلونکې اوونۍ له شنبې خپل کار پیلوي.
ملي شورا د روان کال د سلواغې له لومړۍ د ژمۍ یوه نیمه میاشت رخصتي پیل کړه او د کب په ۱۵ پای مومي. د قانون له مخې، ولسمشر باید د کب په ۱۶مه د ملي شورا لومړنۍ کلنۍ ناسته پرانیزي.
خو د ولسمشر د دفتر رییس د کب په ۱۱ د ولسي جرګې د دارالانشا تر عنوان لاندې په یوه مکتوب کې لکیلي چې ولسمشر به د ملي شورا ناستې د کب په ۲۲ پرانیزي؛ ځکه چې ولسمشر د سولې په اړوند مسایلو بوخت وي.
خو د ولسي جرګې د منشي نایب عرفان الله عرفان نن د دې جرګې د رییسانو کمېټې د ناستې له پای ته رسېدو وروسته له خبریالانو سره په خبرو کې وویل، د رییسانو کمېټې اته کسیز پلاوي ته دنده سپارلې چې له ولسمشر سره وګوري څو دغه ناسته راتلونکې شنبې (د کب ۱۷مه) پرانیزي.
هغه زیاته کړه: «همدازار پرېکړه وشوه چې که ولسمشر د شنبې په ورځ شورا افتتاح نه کړي، ولسي جرګه د قانونو له مخې په عادي ډول خپلې ناستې پیلوي او ولسمشر د شورا د کب په ۲۲مه په رسمي ډول پرانیزي.»
په همدې حال کې په ولسي جرګه کې د سمنګان د خلکو استازي ضیاءالدین ضیاء چې د دې جرګې د رییسانو په نننۍ ناسته کې یې ګډون درلود، هم وویل: «د نن ورځې په ناسته کې پرېکړه وشوه چې که ولسمشر راغی او جرګه یې د شنبې په ورځ پرانیسته، خو ښه تر ښه، پرته له دې ولسي جرګه خپل کار پیلوي او د اساسي قانون د ۱۰۴مې مادې پر اساس، د یادې جرګې رییس دا واک لري چې ناسته پرانیزي.»
په دې ماده کې راغلي: «د ملي شورا دواړه ناستې په یوه وخت په جلا ډول ناسته کوي. د دواړو ناستو جسلې کېدای شي په دې ډول مواردو کې ګډې ترسره شي: ۱- هغه وخت چې تقنینیه دوره یا کلنۍ ناستې د ولسمشر له خوا پرانیستل کېږي. ۲- په هغه صورت کې چې ولسمشر اړتیا وویني چې د ولسي جرګې رییس د ملي شورا د ګډو ناستو ریاست وکړي.
ضیاء الدین ضیاء د ملي شورا د پرانیستلو ځنډول د قانون نقض او د ولسمشر له خوا د قانون ترپښو لاندې کول بللي او وایي چې په دغه ډول حساسو شرایطو کې اړتیا ده چې ملي شورا فعاله وي.
په مشرانو جرګه کې د فراه د خلکو استازي ګل احمد اعظمي هم د ملي شورا ځنډول د قانون نقض بللی او ویلي یې دي چې په اوسنیو شرایطو کې د ملي شورا ځنډول نه یوازې د خلکو په ګټه نه بلکي د هغوي په زیان دی.
login or register a new account.