کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا سږ کال د "زړورو ښځو" د کلنيو جايزو لپاره له افغانستانه د ميدان وردګو د ميدانښار ښارواله ظريفه غفاري انتخاب کړې ده.
ټاکل شوې ده چې نن په واشنګټن کې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا د بېلابېلو هېوادونو يو شمېر ټاکل شوو مېرمنو ته دغه جايزه ورکړل شي.
د ميدان وردګو ولايت اوسېدونکې ظريفه غفاري لومړنۍ زده کړې په کابل کې کړې او بيا يې په هندوستان کې په اقتصاد کې د ليسانس له ترلاسه کولو وروسته افغانستان ته راغلې او د "افغان ښځو د پرمختګ همکارۍ" په نامه بنسټ او د "پېغلې" په نوم راډيو يې په ميدان وردګو کې رامنځته کړل.
نوموړې تېر کال د ازادې سيالۍ له لارې د ميدان وردګو د ميدانښار ښارواله وټاکل شوه.
هغه اوس ۲۷ کلنه ده.
ظريفه غفاري دوه کاله د ځوانانو د پارلمان غړې وه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت هر کال د زړورو ښځو په نامه جايزه د نړۍ هغو ښځو ته ورکوي چې تر ډېره د سولې، عدالت، بشري حقونو او په خپل هېواد کې د ښځو د رول ډېرولو او جنسيتي برابرۍ په برخو کې فعاليت کوي.
له دې مخکې هم د افغانستان يو شمېر ښځو دغه جايزه ګټلې ده.
login or register a new account.