کابل (پژواک، ١٤ کب ٩٨): د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ويلي چې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر ملا عبدالغني برادر سره يې په ټيلېفوني اړيکه کې د اورکم يا تاوتريخوالي پر کمولو موافقه وکړه.
ټرمپ چې تېره شپه ناوخته يې په سپينې ماڼۍ کې له خبريالانو سره خبرې کولې، ويلي: "نن مې د طالبانو د سياسي دفتر له مشر سره خبرې وکړې. موږ ښې خبرې درلودې، موږ موافقه وکړه چې تاوتريخوالی په نه وي، موږ تاوتريخوالى نه غواړو.))
بلخوا په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند سهيل شاهين په ټويټر کې ليکلي چې ټرمپ او ملا برادر شاوخوا ٣٥ دقيقې ټيلېفوني خبرې کړې دي.
هغه زياته کړې: "ټرمپ ملا برادر ته ويلي چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر به ډېر ژر د افغانستان له حکومت سره خبرې وکړي چې د بين الافغاني خبرو پر وړاندې خنډونه لرې شي."
بلخوا د طالبانو د وياند ذبيح الله مجاهد له خوا د دې خبرو اترو په اړه يو عکس او تفصيلي خبرپاڼه خپره کړې ده.
په عکس کې ښودل کېږي چې د طالبانو د سياسي دفتر مشر ملا برادر، سهيل شاهين او دوه نور غړي د زلمي خليلزاد په شتون کې له ټرمپ سره خبرې کوي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دا ټيلېفوني اړيکه پرون د قطر پر وخت مازديګر پنځه بجې او ٤٠ دقيقې نيول شوې ده.
سرچينې زياته کړې، ملا برادر په دې اړيکه کې ډونالډ ټرمپ ته ويلي چې که امريکا له دوى سره پر شوې توافقنامې عمل وکړي، نو په راتلونکي کې به مثبتې دوه اړخيزې اړيکې ولري.
دغه راز ملا برادر له ټرمپه غوښتي چې له افغانستانه د بهرنيو ځواکونو په وتلو او راتلونکو مثبتو اړيکو کې له قاطعيت څخه کار واخلي او چا ته دې اجازه نه ورکوي چې د شوې هوکړې په خلاف عمل وکړي او په دې اوږده جګړه کې مو لا زيات ښکېل وساتي.
دغه از نوموړي له امريکا غوښتي چې د افغانستان په بيارغونه کې مرسته وکړي.
login or register a new account.