Language

کندوز کې د ملي اردو ۱۶ سرتېري وژل شوي

کندوز ښار (پژواک، ١٤ کب ٩٨): د کندوز دولتي چارواکي وايي چې د وسله والو طالبانو په بريد کې د ملي اردو ١٦ سرتېري وژل شوي دي.

د کندوز ولايتي شورا منشي فوزيه يفتلي د کب په ١٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د کندوز ښار د باغ شرکت په سيمه کې د ملي اردو پر قرارګاه ډله ييز بريد کړى دى.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ١٦ د ملي اردو سرتېري وژل شوي او وسلې او نور تجهيزات يې طالبانو له ځان سره وړي دي.

دغه راز يوې امنيتي سرچينې هم پژواک ته وويل چې د تېرې شپې په بريد کې د ملي اردو ١٥ سرتېري وژل شوي دي.

ده د نورو جزئياتو له ورکولو ډډه وکړه.

دغه راز د يادې سيمې يو اوسېدونکي نعيم هم وويل چې طالبانو تېره شپه د ملي اردو پر مرکز بريد کړى او درنه مرګ ژوبله يې اړولې ده.

په کندوز کې د ٢١٧ پامير قول اردو مسوولين هم ياده پېښه تاييدوي خو د مرګ ژوبلې په اړه د معلوماتو له ورکولو ډډه کوي.

بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.

د يادونې ده، د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د اورکم اوونۍ په پاى کې طالبانو يو ځل بيا د افغان ځواکونو پر وړاندې د جګړې پيلولو اعلان وکړ چې ورسره د هېواد په ډېرو سيمو کې امنيتي سرتېرو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.