Language

پکتيا کې د يوې کورنۍ يواځينی سرپرست د طالبانو په بريد کې وژل شوى

ګردېز (پژواک، ۱٥ کب ۹۸): د اورکم له اوونۍ او له امريکا متحده ايالتونو سره د وسله والو طالبانو تر تړون وروسته په پکتيا کې د يادې ډلې په بريد کې د يوې کورنۍ يواځينی سرپرست وژل شوى، دوه مېرمنې او دولس ماشومان ترې پاتې دي.

وسله والو طالبانو درې ورځې وړاندې د پکتيا په زرمت ولسوالۍ کې د پوليسو پر يوې پوستې بريد وکړ، په دغه بريد کې عبدالرووف ووژل شو او يو بل ملګرى يې ټپي شو.

عبدالرووف د خپلې کورنۍ يواځينى سرپرست و چې تېرکال يې ورور په ځانمرګي بريد کې وژل شوى و  او له خپلې مېرمنې سربېره يې د خپل ورور مېرمنه هم په نکاح کړې وه.

خپلوان يې وايي چې عبدالرووف د دوه مېرمنو او دوولس ماشومانو يواځينی سرپرست و چې په وژل کېدو سره يې ياده کورنۍ له ګڼو ستونزو او بې کسۍ سره يواځې پاتې شوه.

د عبدالرووف مور وفات شوې او د تره مېرمن يې وايي چې نوموړی يو د څو مياشتو کوچني ماشوم په ګډون څلور اولادونه لري او دواړه مېرمنې يې د خاوند د مرګ تر خبرېدو وروسته په بې هوښۍ حالت کې پرتې دي.

د عبدالرووف د کاکا زوی زاهد ګل په ژړا او سلګيو پژواک ته وويل: ((زامن او لورګانې يې دغسې پاتې دي، يو ماشوم يې شيدې خوري. ښځې يې له پرون راهيسې پرتې دي، هېڅ يې نه دي خوړلي، سيرومونه ورته لګېدلي دي. موږ چا ته څه ويلي؟ خو خپل وطن مو ساتلی. که يو ځل د کور حالت ووينئ، له ژونده به مو زړه تور شي.))

زاهد ګل وايي چې ياد دواړه وروڼه د امنيتي ځواکونو په ليکو کې وژل شوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د نورو يتيمانو او کونډو زياتېدو د مخنيوي لپاره له جګړې لاس واخلي.

ګل وايي: ((ته خپله افغان يې، ولې د آی اېس آی په خوله له خپل افغان سره جنګېږې؟ زموږ ماشومان هم پوهېږي، چې دا د پاکستان جګړه ده، ته نه پوهېږې طالبه؟ څڼې دې پرېيښې دي، له امريکا سره دې تړون وکړ، له ما سره جنګېږې. زه کلمه وايم، مسلمان يم، په کوم کتاب راسره جنګېږې؟))

د عبدالرووف يو بل خپلوان معروف خان وايي چې ټول افغانان د روانې جګړې په څرنګوالي او بدي پوه شوي او له وسله والو طالبانو غواړي چې د هېواد ناوړه حالت ته په کتو خپل اهداف له سمې لارې تعقيب کړي.

خان زياته کړه: ((تاسې ته هم معلومات وشول، موږ ته هم، عوامو او نړيوالو ټولو ته معلومات وشول چې دا د اسلام جګړه نه ده، د چوکۍ جګړه ده، د پاکستان جګړه ده. که اسلام او دين غواړئ، خو معلومات درته وشول چې په جګړه کې ټول تاوان دی. د خدای په لحاظ، د قرآن په لحاظ نور دا جنګ بس کړئ.))

د پکتيا د والي وياند عبدالله حسرت پژواک ته وويل چې طالبان د تاريخ له ملامتوونکي قضاوت سره مخ دي او که په دې حساس پړاو کې د خلکو له غوښتنو سره سم جګړه بس نه کړي، خلک به يې پر وړاندې ودريږي.

حسرت زياته کړه چې امنيتي ځواکونه د تيار سئ په حالت کې دي او وسله والو طالبانو ته به سخت ځواب ورکړي.

login or register a new account.