ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

خليلزاد او محب د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي

خليلزاد او محب د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي

author avatar
7 Mar 2020 - 19:25
خليلزاد او محب د سولې پر وروستيو پرمختګونو خبرې کړې دي
author avatar
7 Mar 2020 - 19:25

کابل (پژواک ١٧ کب ٩٨): د افغانستان د سولې لپاره د امريکا د بهرنيو چارو وزارت ځانګړي استازي خليلزاد او د ملي امنيت سلاکار د سولې پر وروستيو پرمختګونو او نورو مسايلو خبرې کړې دي.

د ملي امنيت شورا له دفتر څخه پژواک خبري اژانس ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د متحدو ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد او په کابل کې د هغه هېواد سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره ولیدل.

سرچينه زياتوي، په دې لیدنه کې د هېواد د سولې پروسې پر وروستیو پرمختګونو، سیاسي تحولاتو او امنیتي وضعیت خبرې وشوې.

سرچينه کاږي، دغه راز پر دې هم بحث وشو چې څه ډول باید د سولې لپاره له ایجاد شوی فرصت نه په غوره توګه استفاده او راتلونکي اقدامات یې ښه رهبري شي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.