کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): د کابل پرونى بريد چې په ترڅ کې يې لسګونو هېوادوالو ته مرګ ژوبله واوښته، په نړيواله کچه وغندل شو.
پرون غرمه مهال د کابل ښار د دشت برچي په سيمه کې د عبدالعلي مزار د تلين پر مراسمو وسله وال بريد وشو چې د عامې روغتيا وزارت د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې ٣٢ ملکي وګړي ووژل شول او ٨١ نور ټپيان شوي دي.
په دغو مراسمو کې ډاکتر عبدالله، صلاح الدين رباني، محمد محقق، کريم خليلي او ګڼ شمېر نورو سياسي مشرانو هم ګډون کړی و، خو هغوى ترې روغ وتلي دي.
ملګرو ملتونو، د ناټو سازمان، د اسلامي هېوادونو سازمان، امريکا، برېتانيا او ګڼ شمېر نورو هېوادونو دغه بريد په کلکه غندلى دى.
په کابل کې د اسلامي کنفرانس د سفير له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د یاد بريد د غندلو ترڅنګ ويلي چې دوى له افغانستان او افغانانو سره خپل يووالى څرګندوي.
دغه راز ملګرو ملتونو هم دغه بريد غندلى او دا يې د انسانيت او بشريت پر ضد کړنه ګڼلې ده.
په کابل کې د ملګرو ملتونو د دفتر يوناما له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، هغه کسان چې د دغه بريد تر شا لاس لري، بايد محکمې ته راکش کړى شي.
د يوناما مشر تاداميچي ياماموتو ويلي: ((په دې سخت حالت کې ملګري ملتونه له افغانانو سره خوا په خوا ولاړ دي او د افغانانو په مشرۍ د سولې له پروسې ملاتړ کوي.))
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو هم په يوه ټويټ کې دغه بريد غندلى او ويلي یې دي چې افغانان له ترهګرۍ پاک هېواد ته اړتيا لري.
په کابل کې د امريکا سفارت سرپرست روس ويلسون د دغه بريد د غندلو ترڅنګ د قربانيانو کورنيو ته تسليت وړاندې کړى دى.
په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نيکولاس کې د اروپايي اتحاديې استازى رولانډ کوبيا، د جرمني سفير، د برېتانيا د بهرنيو چارو وزير، د هندوستان او پاکستان د بهرنيو چارو وزارتونو او يو شمېر نورو هېوادونو هم دغه بريد غندلى دى.
login or register a new account.