کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): امريکا او روسيې په يوه ګډه اعلاميه کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون ملاتړ کړى، خو د طالبانو د امارت بيا رامنځته کېدو مخالفت يې کړى دى.
دغه ګډه اعلاميه چې پرون ناوخته د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا خپره شوې، په کې راغلي چې د روسيې او امريکا استازو په قطر کې د طالبانو او امريکا ترمنځ د تړون له لاسليکه يوه ورځ مخکې د کب په ٩مه په دوحه کې سره وليدل او دا ګډه اعلاميه يې چمتو کړه.
په اعلاميه کې راغلي چې دوى په قطر کې د لاسليک شوي تړون ملاتړ کوي چې دغه تړون به بين الافغاني مذاکراتو پيلېدو ته لاره هواره کړي.
سرچينې زياته کړې چې دواړه هېوادونه له افغان دولت، سياسي مشرانو، مدني ټولنې او طالبانو سره کار کولو ته ژمن دي، څو د افغانستان جګړه پاى ته ورسېږي په افغانستان، سيمه او ټوله نړۍ کې امنيت او ثبات رامنځته شي.
په اعلاميه کې راغلي چې پراخ بنسټه او دوامداره سوله يواځې د افغانانو ترمنځ د خبرو اترو او سياسي جوړ جاړي له لارې رامنځته کېداى شي.
د روسيې او امريکا په ګډه اعلاميه ويل شوي : ((د طالبانو اسلامي امارت د نړيوالې ټولنې له خوا نه منل شوى، ملګري ملتونه او نړيواله ټولنه به يو ځل بيا د دغه امارت رامنځته کېدل ونه مني.))
په اعلاميه کې د طالبانو لخوا ددې اعلان هرکلى شوى چې غواړي له سياسي پروسې سره يو ځاى شي او د راتلونکي اسلامي حکومت او بين الافغاني مذاکراتو لپاره کار کوي.
په دغه اعلاميه کې د يوې اوونۍ د تاوتريخوالي کمولو پرېکړې ستاينه شوې او له ټولو خواوو غوښتل شوي چې تاوتريخوالى نور هم کم کړي، څو بين الافغاني مذاکراتو ته زمينه برابره شي.
د روسيې او امريکا په دې ګډه اعلاميه کې له طالبانو او نورو سخت دريځو ډلو غوښتل شوي، اجازه ورنه کړي چې د افغانستان خاوره د القاعدې، داعش او نورو نړيوالو ترهګرو ډلو له خوا ونه کارول شي.
په اعلاميه کې هيله څرګنده شوې چې د بين الافغاني مذاکراتو پر مهال اوربند رامنځته شي او اړونده خواوې دې ژر تر ژره د بنديانو پر خوشي کولو او اوربند خبرې وکړي.
په اعلاميه کې روسيې او امريکا د افغانستان له نوي حکومت سره د سياسي او اقتصادي همکاريو ژمنه کړې ده.
login or register a new account.