ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو

author avatar
7 Mar 2020 - 17:19
مزارشريف کې د ښځو د لاسي صنايعو نندارتون جوړ شو
author avatar
7 Mar 2020 - 17:19

مزارشريف (پژواک ۱۷ کب ۹۸): د بلخ په مرکز مزارشريف ښار کې د ښځو د نړيوالې په مناسبت د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو رياست له خوا د ښځو د لاسي صنايعو درې ورځنی نندارتون جوړ شو.

د بلخ د سوداګرۍ او صنايعو چارو رييس شیر احمد سپاهي زاده د کب په ۱۷مه، پژواک خبري اژانس ته وويل، چې دغه نندارتون د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت جوړ شوی، چې موخه يې داخلي توليداتو ته د بازار موندل دي.

ده زياته کړه، په دغه نندارتون کې ۴۰ غرفې داخلي توليدات او لاسي صنايع نندارې ته وړاندې شوي دي، چې د درې ورځو لپاره به د خلکو پر مخ پرانيستی وي.

هغه له خلکو هم غواړي چې د ملي اقتصاد د پياوړتيا په موخه له داخلي توليداتو څخه استفاده وکړي.

د سپاهي زاده په خبره، په مزارشريف ښار کې د سوداګرۍ او تشبث برخه کې د مېرمنو فعاليت زيات شوی دی.

ده زياته کړه: ((زمونږ د معلوماتو له مخې، په بلخ ولايت کې ۸۶۰ مېرمنې په سوداګريزو چارو بوختې دي چې ورځ تر بلې دغه شمېر زياتېږي.))

مېرمن سيما هاشمي په ياد نندارتون کې د مېرمنو هغه جامې نندارې ته ايښي چې په خپل شرکت کې يې توليد کړي دي.

هغې پژواک ته وويل چې د سوداګريزو چارو برخه کې يې ستونزې ډېرې کمې شوي او اوس يواځې د بازار موندلو برخه کې د حکومت مرستې ته اړتيا لري.

د نوموړي په خبره، د ورته نندارتونونو جوړول مرسته کوي چې ښځينه سوداګرې خپل لاسي صنايع خلکو ته ور معرفي کړي او همدا راز د سوداګرو تر منځ د راکړه ورکړې لپاره زمينه برابره کړي.

دغه سوداګره مېرمن غوښتنه کوي چې د ولايتونو په کچه او حتی له هېواده بيرون دې ورته نندارتونونه جوړ شي؛ څو وکولی شي خپل توليدات خلکو ته معرفي کړي او له دې لارې بازار موندنه وکړي.

آمنه محمدي د مزارشريف اوسېدونکې ده، چې د دغه نندارتون ليدو ته راغلې.  هغې پژواک ته وويل، چې پخوا يې داسې فکر نه کاوه، چې بلخي مېرمنو دې د توليداتو برخه کې دومره پرمختګ کړی وي.

د هغې په وينا، هغه مېرمنې چې توانايي او علاقه لري، بايد سوداګري پيل کړي او له دې لارې څخه په خپلو پښو ودرېږي.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.