کابل (پژواک، ١٧ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په هرات ولايت کې د کرونا ناروغۍ درې نورې مثبتې پېښې ثبت شوې چې ورسره په افغانستان کې د دې ناروغۍ د ټولو مثبتو پېښو شمېر څلورو ته ورسېد.
د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکتر وحيد مايار د کب په ١٧مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې په هرات ولايت کې د ٣٦ مشکوکو سمپلونو معاينات شوي دي.
هغه زياته کړه چې په دغو معايناتو کې يې درې مثبتې او ٣٣ نورې نمونې منفي ثابت شوې دي.
د مايار په وينا، له دې درېيو تازه مثبتو پېښو سره په افغانستان کې د کرونا پر ناروغۍ د اخته شوو کسانو شمېر څلورو ته ورسېد.
د يادونې ده، لومړۍ پېښه هم په هرات کې ثبت شوې وه او اخته شوى کس له ايران څخه راغلى و.
ډاکتر مايار وايي چې ياد څلور ناروغان د هرات روغتون په هغې ځانګړې څانګه کې تر درملنې لاندې دي چې د دې ناروغۍ د درملنې او مخنيوي په موخه جوړه شوې ده.
د دغه خبر نور جزئيات وروسته خپرېږي.
د يادونې ده، د کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې پيدا شو، چې اوس تقريباً د چين د ټولو ښارونو په ګډون د نړۍ په ٩١ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پر دې ناروغۍ څه دپاسه سل زره خلک اخته شوي چې له دې ډلې څخه يې څه دپاسه ٣٣٠٠ تنه مړه ، ٤٠ زره يې تداوي شوي او نور تر درملنې لاندې دي.
تر چين وروسته زيات کسان په ايران او ايټاليا کې پر دې ناروغۍ اخته او مړه شوي دي.
روغتيا پالان وايي چې ددې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو ښه لاره پر صابون د لاسونو پريمنځل او د ماسک کارول دي.
login or register a new account.