Language

افغانستان د کرکټ په دويمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې هم ايرلينډ مات کړ

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨) : افغانستان د کرکټ په دويمه نړيواله شل اووريزه لوبه کې هم ايرلينډ ته ماتې ورکړه او د درېيو لوبو لړۍ يې وګټله.

دا لوبې د افغانستان په کوربه توب د هندوستان د ګريټر نويډا نړيوال لوبغالي کې تر سره کېږي.

د دويمې لوبې پچه افغانستان وګټله او لومړى يې د توپوهنې پرېکړه وکړه، ملي لوبډلې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې د څلورو لوبغاړو په سوځېدو ١٨٤ منډې جوړې کړې او ايرلينډ ته يې د ١٨٥ منډو هدف ورکړ.

د افغانستان له لوري لوبډلمشر اصغر افغان ٤٩، رحمان الله ګربز ٣٥، حضرت الله ځاځي ٢٨، محمد نبي ٢٧، نجيب ځدراڼ ١٧ او ګلبدين نايب ١٣ منـډې جوړې کړې.

د ايرلينډ لوبډلې ياد هدف ترلاسه نه شو کړاى او ټولې لوبډلې يې په ټاکل شويو ٢٠ اوورونو کې ١٦٣منډې جوړې کړې او دغه راز افغانستان دا لوبه د ٢١ منډو په توپير سره وګټله.

د افغانستان له لوري مجيب ځدراڼ ٣، ګلبدين نايب، راشد خان او شاه پور ځدراڼ يو يو لوبغاړي وسوځول.

د يادونې ده چې لومړۍ شل اووريزه لوبه هم افغانستان ګټلې وه، درېيمه لوبه به د کب په ٢٠مه (د سه شنبې ورځ) ترسره شي.

login or register a new account.