ګردېز (پژواک، ۱٨ کب ۹۸): د پکتيا د زرمت لويې ولسوالۍ نوی پنځوس بستريز روغتون چې شاوخوا دوه نيم کاله مخکې ګټې اخيستنې ته سپارل شوی، ځينې برخې يې د خراب کيفيت له امله خرابې شوې دي.
دغه روغتون په نږدې ٢٠٤ ميليونه افغانۍ جوړ شوی چې اوس يې د اهن پوش ډېرې برخې له منځه تللې او له چتونو پر ناروغانو اوبه راڅڅېږي.
همدارنګه يې ځينو دېوالونو له دويم ځلي ترميم وروسته هم درزونه پيدا کړي او رنګ او پلسترونه يې خراب شوي دي.
د يادې ولسوالي اوسېدونکي د روغتون د ساختماني چارو پر ناسم کيفيت او غير معياري کار خواشيني او غوسه دي او له مسوولينو غواړي چې مسوول شرکت جريمه کړي او ويجاړې شوې برخې بېرته پرې ورغوي.
د زرمت اوسيدونکی عبدالله د ياد روغتيايي مرکز د جوړېدو پر چارو کلکه نيوکه کوي او وايي چې له ډېرو کلونو وروسته په دې ولسوالۍ کې يوه مهمه پروژه پلې شوه، خو خراب کيفيت يې پايښت له ګواښ سره مخ کړی دی.
عبدالله د روغتون ساختماني چارې ناکامې بولي او وايي چې په جوړښت کې يې تش بلوکونه کارول شوي او يواځې ظاهري ښکلا ورکړل شوې ده.
نوموړي زياته کړه: ((نه يې ساختماني کار سم دی او نه يې طبي سامانونه او وسایل پوره دي، مکمله او مجهزه نه ده، په تشو بلوکونو يې جوړه کړه. دلته چې کوم ډاکټران کار کوي، موږ نه پوهېږو چې دوی ډيپلوم لري او که نه؟ د زېږنتون خونه دومره سړه ده چې ځيني نوي زېږېدلي ماشومان د سړو له امله بېرته په کې مړه شي.))
د اورياخېلو قومي مشر ګل احمد وايي، د روغتون د پرانيستلو پر مهال د ولايت چارواکو له دوى سره ژمنه کړې وه چې د ټيټ کيفيت کارونه به يې پر جوړوونکي شرکت له سره جوړوي، خو دغه کار يې ونه کړ.
ګل احمد پژواک ته وويل: ((شفاخانه راڅڅېږي، کله چې د کارونو د بررسي لپاره د ولايت معاون صېب راغلی و، موږ هرې خونې، حمامونو، ټانکيو او نورو برخو ته بيولی او پرې کتلي مو دي. هغه ويل چې تر څو دا شيان بېرته معياري جوړ نه کړي، قراردادي ته به پيسې نه پاس کېږي، خو هغه پيسې ورته پاس شوي دي.))
د ياد روغتون سرطبيب ډاکټر يحيی عابد د روغتون ساختماني چارې ظاهري او سمبوليکې بولي او وايي چې په روغتون کې د اوبو او د روغتون د ګرمولو او سړولو د منظم سيستم د نشتوالي له امله ناروغان له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
عابد پژواک ته وويل: ((په شفاخانه کې په اوړي کې له ګرمي خلک په عذاب وي او په ژمي کې له سړو؛ ځکه نه د اوړي انتظام لري او نه د ژمي، چت نه لري، نور ډېر مشکلات لري، په سمبوليک شکل جوړه شوې ده، اته، نهه جريبه ساحه يې نيولې، خو کيفيت يې د لس بسترو هم نه دی.))
د پکتيا د عامې روغتيا رييس ډاکتر ولايت خان احمدزی هم د خراب کيفيت له امله د روغتون د ځينو برخو ويجاړېدل مني او وايي چې د يادو ځايونو پر بيارغونه شاوخوا پنځه دېرش (۳۵) ميليونه افغانۍ لګښت راځي او قرارداد يې بل شرکت ته ورکړل شوی دی.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP