Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د لوګر ولايتي شورا يو غړى له خپلو درېیو ساتونکو سره په کابل کې وژل شوی

 

کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨): په کابل ښار کې د ناپېژاندو وسله والو په بريد کې د لوګر ولايتي شورا غړى ناصر غيرت او درې ساتونکي يې وژل شوي دي.

د لوګر د ولايتي شورا غړي سيد قريب الله سادات د کب په ١٩مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې نن سهار شاوخوا نهه بجې ناپېژاندو وسله والو د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند د کلا برقي په سيمه کې د دې جرګې د غړي ناصر غيرت پر موټر ډزې کړې دي.

هغه وايي چې په دغه بريد کې ناصر غيرت ټپي شو او درې ساتونکي يې ځاى پر ځاى ووژل شول.

ده زياته کړه: ((غيرت صاحب وروسته د کابل په ايمرجنسي روغتون کې د ژورو ټپونو له امله ساه ورکړه.))

بل لور ته د کابل امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز پژواک ته وويل چې د دې پېښې په اړه تر اوسه کره معلومات نه لري.

د دغه بريد مسووليت تر اوسه چا نه دى منلى.

دغه راز ولسمشر محمد اشرف غني هم د يوې اعلاميې په خپرولو سره د ناصر غيرت وژل کېدل پر کلکو ټکو غندلي دي.

په اعلاميه کې راغلي: ((د افغانستان دښمنان د دغه ډول بریدونو په ترسره کولو سره، په سوله ییز، باثبات او پرمختللي افغانستان او د سولې له برابر شوي فرصت څخه په اعظمي استفادې زموږ د هېوادوالو پیاوړې هیلې نه شي کمزورې کولای.))

ولسمشر غني، وکیل محمد ناصر غیرت د هېواد او ولس رښتینی خواخوږی، ملي ګټو ته ژمن او وطنپال شخصیت وباله او د ولایتي شورا د وکیل په توګه یې د ولس د ښې استازولۍ په برخه کې د نوموړي د کارونو، هلو ځلو او خدمتونو ستاينه وکړه.

غني اړوندو مسوولینو ته د دغه برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې وکړې.

د يادونې ده، ناصر غيرت په ١٣٩٥ کال کې د لوګر ولايتي شورا د رييس په توګه هم دنده ترسره کړې وه.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.