کابل (پژواک، ١٨ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د کرونا ويروس شپږ نورې نمونې منفي ثابت شوې دي.
د ياد وزارت وياند نظام الدين جليل د کب په ١٨مه وويل چې دغه مشکوکې نمونې له کابل، غزني، سمنګان، ميدان وردګو، ننګرهار او جوزجان ولايتونو د هېواد مرکزي لابراتوارونو ته راوړل شوې وې.
هغه زياته کړې، له لابراتواري معايناتو وروسته د شپږو واړو مشکوکو نمونو نتيجه منفي راوتلې ده.
د جليل د معلوماتو له مخې، تر اوسه له ټول هېواده ١٢٥ مشکوکې نمونې مرکزي لابراتورونو ته راوړل شوې وې چې څلور يې مثبتې او پاتې نورې ټولې منفي وې.
د افغانستان د عامې روغتيا وزير ډاکټر فيروز الدين فيروز په کابل کې وويل چې تر اوسه يوه پېښه يې هم داسې نه ده چې د هېواد دننه یې له يوه شخص څخه بل ته سرايت کړى وي.
هغه زياته کړې: ((د خوښۍ خبره همدا ده چې تر اوسه د ویروس سرایت په ټولنه کې نشته او څلور ټولې پېښې د بهر څخه راغلي دي.))
د يادونې ده، د کرونا ويروس شاوخوا دوه مياشتې مخکې لومړى د چين په اوهان ښار کې پيدا شو چې اوس تقريباً د چين د ټولو ښارونو په ګډون د نړۍ په ٩١ هېوادونو کې خپور شوى دى.
د راپورونو له مخې، تر اوسه پر دې ناروغۍ څه دپاسه سل زره خلک اخته شوي چې له دې ډلې څخه يې څه دپاسه ٣٣٠٠ تنه مړه ، ٤٠ زره يې تداوي شوي او نور تر درملنې لاندې دي.
تر چين وروسته زيات کسان په ايران او ايټاليا کې پر دې ناروغۍ اخته او مړه شوي دي.
روغتيا پالان وايي چې ددې ناروغۍ د مخنيوي تر ټولو ښه لاره پر صابون د لاسونو پريمنځل او د ماسک کارول دي.
login or register a new account.