ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

”  هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي “

” هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي “

author avatar
9 Mar 2020 - 16:57
”  هغه سوله نه غواړو چې د ښځو لاسته راوړنې په کې ضايع کېږي “
author avatar
9 Mar 2020 - 16:57

خوست ښار (پژواک، ۱۹ کب ۹۸): خوست کې د «ملي ارمان» په نوم د ښځو يوه ټولنه وايي، هغه سوله نه غواړي چې د افغان مېرمنو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په کې ضايع کيږي.

هغوی چې د کب په ١٩مه، د ښځو د نړيوالې ورځې په مناسبت يې خبرې کولې، وويل د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ په بين الافغاني خبرو کې بايد د ښځو حقونه اساسي نقطه واوسي.

ددغې ټولنې مشرې زينب افغان غونډې ته وويل چې د ټولنې د بل هر قشر په پرتله په روان جنګ کې ډېر کړاو افغان مېرمنو ليدلی، نو لازمه ده چې غوښتنو ته يې ډېره پاملرنه وشي.

دې وويل، که احياناً د بين الافغاني خبرو په پايله کې د رامنځته کېدونکې سولې په تړون کې د مېرمنو غوښتنو ته پام ونه شي او د هغوی تېرې لاسته راوړنې ناديده ونيول، دوی به يې مخالفت وکړي.

هغې زياته کړه: ((د جنګ په ښکېلو غاړو غږ کوم چې هيڅکله موږ دغسې سوله او د سولې تړونونه نه غواړو، چې په هغه کې زموږ د خويندو حقوق تر پښو لاندې کيږي. ځکه چې موږ ډېره مبارزه کړې او د مېرمنو په پرتله به څوک سولې ته ډېر تږي نه وي.))

ددغې ټولنې يوې بلې غړې زينب حليم زۍ غونډې ته وويل، د جګړې ښکېلې غاړې په ځانګړي ډول وسله وال طالبان بايد د مېرمنو حقونو ته په درنه سترګه وګوري او تېرې ترخې تجربې تکرار نه کړي.

هغې ورته مهال په افغان دولت هم غږ وکړ، هغه پلاوی چې د بين الافغاني خبرو لپاره ټاکل کيږي، د مېرمنو ونډه دې په کې له پامه نه غورځوي.

هغه وايي: ((د سولې په خبرو کې بايد هغو مېرمنو ته ونډه ورکړل شي چې د خويندو حق وغواړي، ځکه هغوی خو د ځان ښودنې لپاره هلته نه ځي. يواځې مرکز اړين دی، که چېرې لرې پرتو سيمو ته لاړ شو ښځې په ډېر بد حالت کې دي.))

ورته مهال د خوست د ښځو چارو رييسه شفعيه نوروزۍ هم دې غونډې ته په خبرو کې د مېرمنو دا اندېښنه پرځای وبلله چې خدای مه کړه د سولې په راتګ سره به د هغوی حقونه تر پښو لاندې شي.

خو هغې په جګړه کې په ښکېلو خواوو او همدا ډول په نړيواله ټولنه غږ وکړ، چې د سولې په روانه پروسه کې دې د مېرمنو د تېرو ۱۸ کلونو لاسته راوړنې په اوبو نه لاهو کوي.

هغه زياتوي: ((په هيڅ صورت، هیڅ افغانه ښځه دې ته نه حاضريږي چې خپل حقوق په دې سوله کې له لاسه ورکړي. زموږ جدي غوښتنه همدا ده چې سوله بايد په دې ډول راشي چې په هغه کې زموږ اسلامي حقوق په نظر کې ونيول شي.))

دا مېرمنې داسې مهال د خپلو حقونو په اړه اندېښنه څرګندوي، چې  د تړون له مخې سبا د مارچ په لسمه د افغان حکومت او وسله والو طالبانو ترمنځ د سولې بين الافغاني خبرې پيل شوې واى.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.