Language

کابل ښار کې د يوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي

کابل (پژواک، ١٩ کب ٩٨): د کابل پوليس وايي چې د اتمې حوزې اړوند د کارته نو په سيمه کې د يوې کورنۍ څلور غړي په مرموز ډول وژل شوي دي.

د کابل د امنيې قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز وايي چې دا پېښه پرون له ماښام وروسته شاوخوا اووه بجې د کارته نو سيمې د قلعه برقي په سيمه کې رامنځته شوې ده.

هغه زياته کړې چې هلته د يوې کورنۍ څلور غړي چې په کې ښځې او ماشومان هم شامل دي، په مرموز ډول وژل شوي.

فرامرز وايي چې د وژل شوو کسانو جسدونه يې د پلټنو لپاره عدلي طب ته لېږدولي دي.

بلخوا ځينو کسانو په ټولنيزو شبکو کې ليکلي چې ياد کسان د وسله والو غلو له خوا وژل شوي دي.

دوى وايي چې غلو له ياد کوره توکي هم وړي دي.

خو د امنيې قوماندانۍ وياند دا خبره ردوي او وايي چې له ياد کوره غلا نه ده شوې.

د يادونې ده، پرون په کارته نو سيمه کې د لوګر د ولايتي شورا غړى هم له خپلو درېيو ساتونکو سره وژل شوى و.

login or register a new account.