کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د افغانستان د ولسمشر په توګه اشرف غني ته د لوړې د مبارکۍ ترڅنګ ويلي چې موازي حکومتونه ورته د منلو وړ نه دي.
دا په داسې حال کې ده چې پرون د ملګرو ملتونو، ناټو، امريکا، اروپايي اتحاديې او لسګونو هېوادونو د استازو په شتون کې ولسمشر اشرف غني د لوړې مراسم ترسره کړل، خو ډاکټر عبدالله چې ځان يې په ټاکنو کې بريالى اعلان کړى، هم د همه شمول حکومت د ولسمشر په توګه ځان ته لوړه ورکړه.
د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پومپيو تېره شپه ناوخته په ټويټر کې ليکلي چې امريکا د يوه خپلواک او متحد افغانستان کلک ملاتړ کوي.
هغه زياته کړې چې دوى په افغانستان کې د موازي حکومت جوړولو او د زور له لارې د سياسي اختلافاتو هوارولو د هڅو کلک مخالف دي.
خو پومپيو ويلي چې يو همه شمول حکومت د سولې لپاره ګټور ثابتېدلى شي.
بلخوا د امريکا د بهرنيو چارو وزارت له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې د ولسمشر په توګه د اشرف غني د ټاکل کېدو هرکلى کړى.
خو سرچينې زياته کړې چې په افغانستان کې د سياسي کړکېچ د هواري لپاره به خبرې اترې او مذاکرات تر راتلونکو دوو اونيو پورې دوام لري.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت د ولسمشر غني د هغه اعلان هم هرکلى کړی چې د لوړې په مراسمو کې د طالب بنديانو د خوشي کولو په اړه یې وکړ.
ولسمشر پرون وويل چې نن سې شنبې به د طالب بنديانو د خوشي کولو لپاره يو فرمان ورکړي او د بين الافغاني مذاکراتو لپاره به هم دولتي پلاوى اعلان کړي.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ډاکټر عبدالله د هغو څرګندونو هم هرکلى شوی چې د سولې لپاره يې ژمنې کړې دي.
سرچينې زياته کړې چې امريکا په د لاسليک شوي تړون او سولې لپاره د خپلو موخو ترلاسه کولو په موخه په ګډه کار کوي.
login or register a new account.