Language

بشري حقوق: د بنديانو خوشي کولو په اړه زموږ پوښتنې نه دي ځواب شوې

کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د بشري حقونو خپلواک کمېسيون وايي چې د بنديانو د خوشي کولو په تړاو د دوى د اندېښنو په اړه پوښتنې تر اوسه نه دي ځواب شوې.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون له خوا د کب په ٢٠مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني پرون د لوړې په مراسمو کې د بنديانو خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

ولسمشر پرون وويل چې نن سه شنبه به د سولې د پروسې لپاره د طالبانو د بنديانو خوشي کولو په اړه يو فرمان ورکوي.

له دې مخکې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې بايد د بين الافغاني مذاکراتو له پيلېدو مخکې بايد پنځه زره د طالبانو بنديان او زر تنه ددولت بنديان خوشي شي.

د بشري حقونو خپلواک کمېسيون په دې اړه په خپل غبرګون کې ويلي چې د باور رامنځته کولو اقدامات د سولې د خبرو اترو لپاره خورا اړين دي، خو دوى لا هم د افغان حکومت او طالبانو له خوا د بنديانو د تبادلې اړوند د پوښتنو او اندېښنو ځواب نه دی ترلاسه کړی.

سرچينې زياته کړې، د امريکا ځانګړي استازي زلمي خليلزاد د بشري حقونو د کمېسيون ليک د کمېسيون له رييسې سره په ليدنه کې مهم او د پام وړ وباله، خو د بنديانو د تبادلې اړوند او له خوشي کولو وروسته مهال په اړه پوښتنې لا هم د ټولو لورو له خوا بې ځوابه پاتې دي.

په خبرپاڼه کې راغلي، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون به د سولې په ټوله پروسه کې د افغانانو د حقونو ملاتړ وکړي او پر ټولو لورو غږ کوي چې د سولې پروسې اړوند خلکو ته حساب ورکوونکي او شفاف و اوسي.

تر دې مخکې تېره اوونۍ د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسيون د بنديانو پر خوشې کولو اندېښنه ښودلې وه.

login or register a new account.