کابل (پژواک، ۲۰ کب ۹۸): د مشرانو جرګې یوشمېر غړو د غني او عبدالله ترمنځ د اختلافاتو پر حل او د سولې لپاره یې د دوی پر هڅو ټینګار وکړ او وایي چې د دغو اختلافاتو دوام د افغانستان وضعیت بدتر کوي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون محمد اشرف غني د روان کال د تلې د شپږمې په ټاکنو کې د سلواغې په ۲۹مه ګټونکی اعلان کړ؛ خو د دغو ټاکنو بل نوماند عبدالله عبدالله چې له غني وروسته یې ډېر رایې درلودې، دغه پایلې ونه منلې او «ټول شموله» حکومت جوړولو اعلان یې کړ.
تېره ورځ محمد اشرف غنی په ارګ او عبدالله عبدالله په سپېدار ماڼۍ کې په دوو جلا مراسمو کې د لوړې مراسم ترسره کړ.
د مشرانو جرګې لومړي نایب محمد علم ایزدیار د دغې جرګې په نننۍ ناسته کې د لوړو دغو دوو مواسمو ته په اشاره وویل چې په افغانستان کې سیاسي کوکېچ اوج ته رسېدلی، په هېواد بهرنۍ لاسوهنې، جګړه، فساد او بېوزلي د دغو سیاسي اختلافاتو لامل شوي دي.
هغه زیاته کړه: «د دوو ټاکنیزو ډلو د لوړو مراسم د هېواد په څو برخو د وېشلو او تجزیې په معنا دی او موږ اړ یو هغو خاموش اکثريت غږ را اوچت کړو او له غني او عبدالله وغواړو څو دقیق تصمیم ونیسي، ځکه یواځې زغم او تېرېدنه له اوسني بحران څخه د وتلو لار نه ده.»
هغه زیاته کړه: «اوس زموږ ولسي او ایماني مسوولیت دی چې حقیقتونه او واقعیتونه درک او د حل لاره ورته وړاندې کړو ترڅو عاقلانه پرېکړه وشي، په اوسني حالت کې د وضعیت د کنټرول لپاره زغم او د شرایطو مطابق چلند ته اړتیا ده.»
د هغه په وبار، له دې پرته له غني او عبدالله څخه وضعیت له کنټروله وځي او د «افغانستان د خلکو د دښمنانو، مافیا او د طالبانو د واک» لپاره زمینه برابریږي او په هغه وخت کې به بیا پېښماني ګټه و نه لري.
په دغې جرګه کې د غزني د خلکو استازي محمد رحیم حسنیار دواړو یادو مراسمو ته په اشاره وویل چې د هېواد سیاسي وضعیت د اندېښنې وړ دی.
هغه زیاته کړه: «د افغانستان د سیاسي ثبات نشتوالی د غني او عبدالله پر کورنیو هېڅ اغېز نه غورځوي او دا یواځې خلک دي چې د لوړو دوو مراسمو ترسره کولو یې له سترګو خوبونه وړي دي او که دا بحران مدیریت نه شي، نه به امریکا، نه روسیه او نه به هم د سیمې هېوادونه د افغانستان د خلکو په درد ولګېږي.»
د مشرانو جرګې غړي انارکلي هنریار خلکو ته د ولسمشر غني د لوړې مراسمو د ترسره کولو مبارکي ورکړه او ويې ویل چې قانون ته باید احترام وشي.
هغې زیاته کړه: «مخکې له دې چې د قانون فاتحه واخیستل شي، ښه دا ده چې قانون تطبیق کړو، په دغه ډول حساس وضعیت کې باید ټول، په ځانګړې توګه رهبران قانون ته احترام ولري.»
انارکلي او د دغې جرګې یوشمېر نورو غړو هم له غني او عبدلله وغوښتل څو له خپلو ګټو او قدرت څخه تېر شي او له یو بل سره په ګډه د سولې د بهیر د بریا په اړه فکر وکړي.
login or register a new account.