کابل (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): امريکايي ځواکونه وايي چې له طالبانو سره د شوي تړون او له افغان حکومت سره د ګډې اعلاميې په رڼا کې يې د خپلو ځواکونو کمولو لړۍ پيل کړې ده.
د روان لمريز کال د کب په ١٠مه په قطر کې د امريکا او طالبانو ترمنځ د لاسليک شوي تړون له مخې امريکا په افغانستان کې د خپلو سرتېرو شمېر کموي.
په افغانستان کې د امريکايي ځواکونو وياند سوني ليګيټ وايي چې د دغه تړون له مخې يې له افغانستان څخه د ځواکونو کمولو لړۍ پيل کړې ده.
خو هغه دا نه دي ويلي چې دا لړۍ يې کله پيل کړې ده.
ليګيټ زياته کړې چې د سرتېرو کمول مشروط دي چې په ترڅ کې به يې په ١٣٥ ورځو کې د دوى د سرتېرو شمېر ٨٦٠٠ ته راټيټ شي.
بايد وويل چې اوسمهال په افغانستان کې شاوخوا ١٣زره امريکايي سرتېري مېشت دي.
د امريکايي ځواکونو وياند ويلي: ((امريکايي ځواکونه د خپلو هدفونو ترلاسه کولو لپاره ټول امکانات او صلاحيتونه په واک کې لري چې په کې د داعش او القاعدې ډلو خلاف د ترهګرۍ ضد عمليات او د افغانستان د امنيتي او د فاعي ځواکونو ملاتړ شامل دي. "
د هغه په وينا، امريکا به له افغانستانه د خپلو سرتېرو له ایستلو سره سره د خپلو ټولو موخو ترلاسه کولو لپاره ټول پوځي وسایل او نور پر ځای پرېږدي.
د يادونې ده، پر امريکا د سپټمبر يوولسمې له بريدونو وروسته د ٢٠٠١ زېږديز کال په اکتوبر مياشت کې په افغانستان کې د القاعدې پر ضد عمليات پيل کړل او خپل سرتېري يې را ولېږل.
په لومړيو څو کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا سل زره امريکايي سرتېري مېشت وو، خو تر ٢٠١٠ کال وروسته يې د کمولو لړۍ پيل شوې ده.
په تېرو ١٩ کلونو کې په افغانستان کې شاوخوا ٢٤٠٠ امريکايي سرتېري وژل شوي او زرګونه نور ټپيان دي.
login or register a new account.