Language

 

پل علم (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د لوګر په ازرې ولسوالۍ کې چاودنې دوه ماشومان وژلي او اته نور ټپيان شوي دي.

د لوګر د والي وياند ديدار لونګ د کب په ٢٠مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پرون مازديګر د ازرې ولسوالۍ په شیخانو سيمه کې د هاوان د يوې زړې مرمۍ د چاودنې له امله لسو ماشومانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

هغه وايي: ((د دوو کورونو ماشومان دي، لوبې يې کولې د هاوان مرمۍ پرې چاودلې ده، دوه يې مړه کړي او اته نور يې زخميان دي.))

لونګ زياتوي چې ټپيان روغتون ته انتقال شوي او روغتيايي وضعيت يې د ډاډ وړ دى.

دغه راز د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي هم ياده پېښه تاييدوي خو وايي چې په دې چاودنه کې يو ماشوم وژل شوى او اته نور ټپيان شوي دي.

د يادونې ده، د کلونو په تېرېدو سره اوس هم د افغانستان په ډېرو سيمو کې نا چاودلي مرمۍ او ماينونه شته دي چې وخت ناوخت خلکو ته مرګ ژوبله اړوي.

login or register a new account.