Language

پکتیکا کې د پولیسو له خوا د یوه ځوان د وژلو غبرګون کې لاریون وشو

ښرنه (پژواک، ٢٠ کب ٩٨): د پکتيکا زرګونو اوسېدونکو د يوه لاريون په ترڅ کې وويل چې د دغه ولايت د مټاخان ولسوالۍ پوليسو په وهلو- وهلو يو تنکى ځوان وژلى او دوى د عدالت غوښتنه کوي.

د يادو لاريون کوونکو شمېر چې شاوخوا درېيو زرو کسانو ته رسېده، نن سهار يې د مرکز ښرنې له ديګانو سيمې لاريون پيل کړ او د ولايت تر ودانۍ پورې وغځېد.

يوه لاريون کوونکي او قومي مشر حاجي نياز پژواک ته وويل چې پرون د مټا خان پوليسو يو  ١٦ ځوان له کوره بيولی او بيا يې وروسته وژلى دى.

هغه وويل: ((موږ اوس جنازه هم له ځان سره راوړې، موږ د عدالت غوښتنه کوو.))

د نوموړي په وينا، امنيتي ځواکونه مسووليت لري چې د خلکو امنيت ټينګ کړي خو دوى نور هم خلک وژني.

دغه راز د وژل شوي کس د کورنۍ غړي رميز راجا پژواک ته وويل: ((تېر ماښام دغه کسان کور ته ورغلي، ويلي چې پوليس دي دغه هلک يې له کوره ايستلی، اول يې ښه شکنجه کړى، بيا يې وژلى دى.))

نوموړي ګواښ وکړ که چېرې د دوى غږ ونه ورېدل شي او د دې پېښې عاملين د خپلو اعمالو پر سزا ونه رسول شي، پر سختو لاريونونو به لاس پورې کړي.

يو شمېر نورو لاريون کوونکو هم ورته څرګندونې وکړې او د عدالت غوښتنه يې وکړه.

د يادې پېښې په اړه د پکتيکا والي مجيب الرحمن څمکني لاريون کوونکو ته وويل چې دغه مسئله جدي تعقيبوي.

هغه وايي: ((تر اوسه مو د دې پېښې په تړاو درې کسان نيولي دي، دغه موضوع تر جدي څېړنو لاندې ده، حتمن به عدالت کيږي.))

دغه لاريون چې سهار اته نيمې بجې پيل شوې و، د والي تر خبرو وروسته په ١١ بجو پاى ته ورسيده.

login or register a new account.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.