کابل (پژواک، ٢١ کب ٩٨): په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ له خوا په يوه غونډه کې ګډونوالو د سولې پروسه کې د افغان ښځو د حقونو پر ساتلو ټينګار وکړ.
په نيويارک کې د افغانستان د استازولۍ دفتر له خوا د (په افغان سولې پروسه کې د افغان ښځو لپاره سخت حالت) تر عنوان لاندې يوه غونډه جوړه شوې وه.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د استازولۍ دفتر له خوا په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، په دې ناسته کې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان د ملګرو ګروپ په نامه ټولنې استازو، د ملګرو ملتونو مرستياله، د افغانستان لومړۍ مېرمنې او يو شمېر نورو ښځو ګډون کړی و.
د امريکا د بهرنيو چارو وزارت پخوانۍ وزيره او د ولسمشرۍ کانديده مېرمن هيلري کلنټن يادې ناستې ته په خپلې وينا کې د افغانستان، په ځانګړې توګه د تېرو ١٩ کلونو د لاسته راوړنو پر ساتلو ټينګار وکړ.
هغې زياته کړې : ((که چېرې افغان ټولنه وپاشل شي او ښځو ته حقوق ورنه کړل شي، نو افغانستان به يو ځل بيا د ترهګرو پر ځالې بدل شي.))
نوموړې ټينګار وکړ چې د افغانستان د سولې په تړاو هر ډول تړون کې بايد د ښځو حقوق خوندي او وساتل شي.
په ملګرو ملتونو کې د افغانستان ځانګړې استازې مېرمن عادلې راز له ټولو نړيوالو متحدينو وغوښتل چې د سولې په دې مهمو پړاوونو کې له افغان ښځو څخه ملاتړ وکړي.
د هغې په وينا، نه يواځې د سولې په خبرو کې ښځو ته ونډه ورکړل شي، بلکې په تړونونو کې ښځو ته د هغوى ټول حقوق ورکړل شي.
د افغانستان لومړۍ مېرمنې رولا غني بي بي ګل چې له کابل څخه د ويډيو له لارې يادې غونډې ته وينا کوله، په ډاګه کړه، چې د ښځو د حقوقو له خوندي کولو پرته د سولې هېڅ تړون نه شي بريالى کېداى.
هغې زياته کړه، افغانان اوس په يوې پرانيستې ټولنه کې ژوند کوي او خلک يې له خپلو حقوقو څخه برخمن دي، په سوله کې د خلکو له ګډون پرته هېڅ ډول تړون نه کېږي.
login or register a new account.