Language

خليلزاد: د طالبانو د امارت بيا راتګ امريکا او نړۍ ته د منلو نه دى

کابل (پژواک، ٢٢ کب ٩٨) : دافغان سولې لپاره دامريکا ځانګړى استازى زلمى خليلزاد وايي چې د طالبانو امارت امريکا او نړيوالې ټولنې ته سره کرښه او د منلو نه دى.

زلمي خليلزاد دغه څرګندونې تېره شپه له طلوع تلوېزيون سره په يوه ځانګړې مرکه کې وکړې او په ډاګه کې يې کړه چې دامريکا او روسيې، امريکا او اروپايي ټولنې په ګډو اعلاميو کې هم دا په ډاګه شوې چې اسلامي امارت بيا نه شي راتللى.

خليلزاد هيله څرګنده کړه چې  بين الافغاني مذاکرات  د خبرو اترو په لومړيو سلو ورځو کې بشپړ او يوې پايلې ته ورسېږي.

د امريکا او طالبانو ترمنځ د روان لمريز کال د کب په ١٠مه، په قطرکې تړون لاسليک شو، چې له مخې يې په لومړيو ١٣٠ ورځو کې بايد د امريکايي ځواکونو شمېره له ١٣ زرو څخه اته نيمو زرو ته راټيټه شي.

د امريکا ځانګړى استازى وايي: (( موږ غواړو چې په دغه موده کې چې ځواکونه کمېږي د بين الافغاني مذاکراتو پروسه هم بشپړه شي.))

نوموړي که څه هم په ډاګه نه کړه چې د امريکايي ځواکونو وتل له کومې سيمې شوي، خو ويې ويل چې د ځواکونو وتل يې مشروط دي.

خليلزاد د غني او عبدالله د وروستيو اختلافاتو په اړه وايي چې د موازي حکومت اعلانول افغانستان ته يو لوى ګواښ او تاريخي تېروتنه ده.

هغه خوشبيني وښوده چې سياسي کړکېچونه ژر حل شي، د بين الافغاني مذاکراتو لپاره له ټولو اړخونو سره تر مشورو وروسته يوه همه شموله پلاوى اعلان شي.

ټاکل شوې وه چې بين الافغاني مذاکرات د کب په ٢٠مه پيل شي، خو د بنديانو د خوشې کولو پر سر د راپيدا شوې لانجې له امله دا کار ځنډېدلى دى.

خو خليلزاد وايي چې د بين الافغاني مذاکراتو نوې نېټه لا نه ده معلومه او کېدای شي دا مذاکرات په قطر  يا ناروې کې وشي او طالبان به بالاخره له دولتي پلاوي سره کېني.

ده زياته کړه : (( موږ به د بين الافعاني مذاکراتو نظارت کوو.))

د طالبانو او امريکا ترمنځ په لاسليک شوي تړون کې ويل شوي چې طالبان به له ترهګرو سره مبارزه کوي، په دې اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې خليلزاد وايي: (( په قطر کې مو يو ګډ چينل جوړ کړى، زموږ او د هغوى نظاميان هره ورځ ناستې کوي او د ترهګرۍ پر ضد مبارزه او فعاليتونه ارزوي.))

د لاسليک شوي تړون د ماتېدلو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې خليلزاد وايي چې دا طالبانو پورې تړاو لري چې څومره يې عملي کوي، خو ويې ويل چې د ماتېدلو امکان يې کم دى.

هغه وايي چې که بشپړه سوله وشي او له افغانستانه ورته  خطر نه وي، نو دوى په بشپړه توګه ووځي.

ده زياته کړه : (( موږ د چا په اجازه نه يو راغلي او نه هم د چا په وينا وځو، خو موږ غواړو دلته جګړه ختمه او سوله راشي.))

 ده زياته کړه: (( که وضعيت همداسې دوام وکړي او حالات ښه نه شي؛ نو له طالبانو سره لاسليک شوی تړون به بې ګټې وي. خو داجګړه بايد ختمه شي، موږ لومړى هڅه وکړه چې جګړه له نظامي لارې ختمه کړو خو ونه شوه اوس د سياسي حل لارې هڅه وشوه. ))

خليلزاد له طالبانو سره په تړون کې د محرمو موضوعاتو په اړه وويل چې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې، ځينې نور عملياتي شيان په اصلي کې تړون کې نه شته، په ضميمه کې دي.

د هغه په وينا، ولسمشر ډونالډ ټرمپ غواړي د طالبانو مشران او د افغانستان حکومت مشران واشنګټن ته ور وبولي.

د پاکستان په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې زلمي خليلزاد وويل چې په سوله کې له پاکستان سره هېڅ ډول پټه معامله نه ده شوې، پاکستان يواځې همکاري کړې ده.

خليلزاد د اورکم او اوربند په اړه د يوې پوښتنې په ځواب کې وويل، له تړون څخه مخکې د اورکم پروسه بريالۍ وه، خو اوس خپه دي چې جنګ زيات شوی او دا ورته د منلو وړ نه ده.

ده زياته کړه : (( موږ به له افغان ځواکونو څخه دفاع کوو)). هغه وويل، اوربند په بين الافغاني مذاکراتو کې کېږي.

د امريکا ځانګړي استازي وويل چې طالبان د يوې جنګي ډلې په توګه پېژني، د افغانستان اسلامي جمهوريت په رسمي پېژني.