Language

پاکستان دوو اونیو لپاره له افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړي

کابل (پژواک، ۲۳ کب ۹۸) : د پاکستان اعلان کړی دی چې سره له یکشنبې د کب له ۲۵ مې نیټې څخه افغانستان سره خپلې ټولې لارې تړي.

په اسلام اباد کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت لخوا د کب په ۲۳مه ، په یوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دا پریکړه یې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي په موخه ترسره کړی دی.

سرچینې زیاته کړې چې له یکشنبې د کب ۲۵مې څخه به له افغانستان او ایران سره ددوی ټولې پولې او لارې راتلونکو دوو اونیو پورې تړلې وي.

بلخوا د پاکستان حکومت پخپل هیواد کې هم ټول خصوصي او دولتي  ښوونځي، پوهنتونونه او تعلیمي ادارې تر دوو اونیو پورې رخصت کړي دي.

پاکستان دا قدامات په داسې حال کې کړې دي چې په دغه هیواد کې تر شلو زیات د کرونا ویروس مثبتې پيښې ثب شوې دي.

په افغانستان کې تر اوسه هم اوه کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي، خو په هرات کې لومړی تن چې اخته شوی و، بیرته ښه شوی دی.

کرونا ناروغي چې درې میاشتې مخکې  د لومړي ځل لپاره په چین  کې خپره شوه، تر اوسه یې له امله پنځه زره کسان مړه، تر ۱۲۰ زرو زیات کسان اخته شوي دي او په ۱۲۰ هیوادونو کې خلک پر دې ناروغه اخته شوي دي.

 

Related Topics