Language

افغان سفير: چين د کرونا د درملنې په تړاو خپلې تجربې له افغانستان سره شريکوي

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): په بيجنګ کې افغان سفير وايي چې چين د کرونا ناروغۍ د معاينې ټسټونه او خپلې تجربې له افغانستان سره شريکوي.

جاوېد قايم دا څرګندونې په داسې حال کې کړې چې په افغانستان کې هم د کرونا ويروس د خپرېدو په حال کې دی؛ د عامې روغتيا وزارت نن اعلان وکړ چې د درېيو نوو پېښو په ثتبېدو سره يې د ناروغانو شمېر ١٠ ته ورسېد.

په چين کې افغان سفير وايي: ((چين ته مو د اړتيا وړ طبي اجناسو يو لېست سپارلى او هغوى هم له موږ سره د معاينې د الاتو او د تجربو د شريکولو ژمنې کړې دي.))

د هغه په وينا، د چين حکومت په دې برخه کې د افغانستان د عامې روغتيا له وزارت سره په ګډه کار کوي.

قايم ويلي چې د کرونا د وبا د کنټرول لپاره چين ډېره مرسته نه شي کولى؛ ځکه تر اوسه دا ويروس ځانګړى درمل او واکسين نه لري.

ده زياته کړې، خلک بايد خپله وقايوي تدابير په پام کې ونيسي، لاسونه پر صابون او ګرمو  اوبو ومينځي او ماسک وکاروي.

افغان سفير وړانديز کړى چې د افغانستان حکومت دې د ډله ييزو ځايونو لکه ښوونځي، پوهنتونونه، د ملې ځايونه او نور وتړي.

بلخوا د چين حکومت ويلي  چې د کرونا ناروغي يې کنټرول کړې، پرون د جمعې په ورځ په ټول چين کې ١٧ کسان پرې اخته شوي او يواځې ١٣ مړه شوي دي.

دا په داسې حال کې ده چې پخوا هره ورځ سلګونه پرې اخته کېدل او لسګونه مړل کېدل.

د راپورونو له مخې، په چين کې ٨٢زره کسان پرې اخته شوي وو چې تر ٦٠ زرو ډېر يې بېرته روغ شوي دي.

چين وايي چې اوس له نورې نړۍ سره يې مرسته پيل کړې، د درملو او نورو توکو لومړۍ الوتکه بېګا بلجيم ته رسېدلې ده.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

login or register a new account.