Language

د درېیو تازه پېښو په ثبتېدو په افغانستان کې پر کرونا اخته ناروغانو شمېر ۱۰ ته ورسېد

کابل (پژواک، ٢٤ کب ٩٨): د عامې روغتيا وزارت وايي چې په افغانستان کې د کرونا ناروغۍ درې نورې پېښې ثبت شوې چې ورسره يې د ناروغانو شمېر لسو ته ورسېد.

د عامې روغتيا وزارت سلاکار ډاکتر وحيدالله مايار د کب په ٢٤مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې دا درې نوې پېښې په بلخ، کاپيسا او سمنګان ولايتونو کې ثبت شوې دي.

هغه زياته کړه چې له دې درېيو نوو پېښو سره په ټول هېواد کې پر دې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر لسو ته ورسېد چې پنځه يې په هرات، درې په سمنګان، يوه کاپيسا او يوه هم بلخ کې ثبت شوې دي.

د مايار په وينا، تر اوسه له ټول هېواده ١٨١ مشکوکې پېښې مرکزي لابراتوارونو ته راوړل شوې چې د لسو نمونو پايلې مثبتې او د ١٧١ منفي وې.

ده وويل چې له پروان، دايکنډي او پکتيا ولايتونو څخه راوړل شوې نوې نمونې هم منفي وې.

د عامې روغتيا  وزارت دغه چارواکي زياته کړه چې اوس هم ٥٢ مشکوکې نمونې تر معايناتو لاندې دي چې پايلې به يې وروسته شريکې شي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته دي.

سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو چې تر ٦٠زرو زيات کسان بېرته روغ شوي دي.

له چين وروسته په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تلفات يې هم ډېر لرل.

login or register a new account.