کابل (پژواک ۲۴ کب ۹۸): د هېواد د لوېدیځې حوزې وکیلانو له ایرانه د افغان کډوالو په زور د ایستلو په تړاو اندېښنه څرګنده کړه او له حکومته غواړي چې د کرونا ویروس د پراختیا د مخنیوي لپاره باید کډوال په سرحدونو کې قرنطین شي.
د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٢٠ هېوادونو ته خپور شوی دی چې تر اوسه د دې ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته دي.
د راپورونو له مخې، په چين کې شاوخوا ۳۰۰۰ کسان د دې ناروغۍ له امله مړه شوي، ٨۰زره کسان پرې اخته شوي دي، له چین وروسته په ايټالیا، ایران او جنوبي کوریا کې ډېر خلک د کرونا په ویروس اخته دي او ډېره مرګ ژوبله لري.
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویلي، تر اوسه ۱۸۱ شکمنې پېښې مرکزي لابراتوارونو ته لېږل شوې چې لس یې مثبت او ۱۷۱ نورې منفي ثابتې شوې دي.
په ایران کې د کرونا ویروس له لسګونو پېښو وروسته هره ورځ په یاد هېواد کې زرګونه افغان کډوال بېرته هېواد ته راستنېږي چې دغه وضعیت له ایران څخه افغانستان ته د کرونا ویروس د لېږد اندېښنې زیاتې شوې دي.
نن په ملي شورا کې د هرات، نیمروز، فراه، بادغیس او غور د خلکو استازو په خبري ناسته کې په سرحدونو کې د هغو افغان کډوالو د قرنطین غوښتنه وکړه چې تازه هېواد ته راستنېږي.
په ولسي جرګه کې د هرات د خلکو استازي حبیب الرحمن پدرام وویل، په تېرو څلورو ورځو کې له ۳۷ زرو ډېر افغان کډوال له ایرانه هېواد ته راستانه شوي، خو په سرحداتو کې هېڅ ډول امکانات نشته او ان د کډوالو سم ټېسټ هم نه ترسره کېږي.
د نوموړي په خبره، هغه بودیجه چې حکومت د کرونا ناروغۍ د کنټرول لپاره هرات ولایت ته په پام کې نیولې، تر اوسه دغه ولایت ته نه ده انتقال شوې.
هغه زیاته کړه: ((که جدی تدابیر ونه نیول شي، ښايي یاد ویروس په هېواد کې پرمختګ وکړي، سرحدونه خلاص دي، روغتیايي امکانات نشته.))
په دغې جرګه کې د فراه د خلکو استازي عبدالستار حسیني هم پر کرونا ویروس د اخته کسانو د تشخیص لپاره د امکاناتو د کمښت یادونه وکړه او ویې ویل، هره ورځ ډېر شمېر کډوال له ایرانه په زور ایستل کېږي او دغه چارې د افغانستان د جنوب لویدیځې حوزې اوسېدونکي اندېښمن کړي دي.
هغه له حکومته وغوښتل چې د هېواد په لویدیځو سیمو سرحدونو کې کمپونه جوړ کړي او هېواد ته راستنېدونکي کډوال په کې قرنطین کړي.
د ملي شورا د یاد غړي په خبره، په دغه کار سره د کرونا ویروس د خپرېدو مخه نیول کېږي.
login or register a new account.