ګردېز (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د سوېل ختيځ زون ملکي او نظامي چارواکي وايي چې په کوزه پښتونخوا کې د پښتون ژغورنې حرکت له پيل سره سم د وسله والو طالبانو په ليکو کې د قبايلي وسله والو شمېر خورا کم شوی دی.
خو بل لور ته وسله وال طالبان بيا دغه څرګندونې په کلکه ردوي.
د پکتيا والي شميم خان کټوازي په دې اړه پژواک خبري اژانس ته وويل چې پښتون ژغورنې غورځنګ له پيل سره د قبايلي اوسېدونکو د شعور کچه لوړه شوې او پوه شوي چې په افغانستان کې په غلط نوم او ناسم پوهاوي جګړې ته هڅول کېږي.
کټوازی وايي چې قبايلي اوسېدونکي پوه شوي چې چا ورڅخه حقونه اخيستي او څنګه خپل حقونه بېرته ترلاسه کړي.
نوموړي زياته کړه: ((د پښتون ژغورنې غورځنګ يا دې ورته نور حرکتونه چې په دې سيمه يا شاوخوا کې پيل شوي، د تشدد، بدو او ناوړه اعمالو او د خلکو د وژنې د مفکورې پر ضد يې کار کړی او د دې مفکورې پر خلاف يې د خلکو پوهولو په برخه کې مثبته نتيجه ورکړې ده. زه مطمين يم چې نور به هم خلک پوه شي او له تروريستی اعمالو به لاس واخلي.))
امنيتي چارواکي وايي، په دې خبره ملي او اسلامي اجماع رامنځته شوې چې له افغان ځواکونو سره جګړه ناروا ده او د وسله والو طالبانو او امريکا ترمنځ د جګړې نه کېدو له تړون سره د يادې ډلې نوی جذب ډېر کم شوی دی.
دغه راز د پکتيا د امنيت امر سمونوال لطف الله کامران پژواک ته وويل: ((د وسله والو طالبانو د هدف او جګړې ناروا والی ټولو ته د لمر په شان ښکاره شوی، له دې امله هم اوس خلک تر پخوا زيات له دې ډلې او جنګياليو يې نفرت کوي او د قبايلي خلکو د پوهې کچه هم لوړه شوې چې په جګړه کې بې ځايه قرباني کېدل.))
د پکتيا ولايتي شورا هم دا مسئله مني او وايي چې د تېر په پرتله د وسله والو طالبانو په عمومي جذب کې نسبي او د قبايلي وسله والو په جذب کې کابو بشپړ کموالی راغلی دی.
د يادې شورا غړي تاج محمد منګل پژواک ته وويل چې د لر او بر ترمنځ د مشترکاتو او يووالي سربېره له دې غورځنګ څخه د خلکو د ملاتړ يو لامل د ياد بدلون راوستل هم دي.
منګل وايي: ((هغه قبايلي جنګيالي چې د پاکستان ای اېس ای او ځينو استخباراتي کړيو به په افغانستان کې جنګ ته هڅول او په سوېل ختيځ زون کې به يې خونړي جنګونه کول، د PTM له پيل او د دې مبارزې له برکته د يادو جنګياليو د ګراف کچه صفر شوې ده.))
د سمون کلتوري ټولنې مشر ساحل منګل وايي چې د مدني حرکتونو له لارې د خلکو د شعور کچه لوړېږي او د سولې له لارې د خپلو حقونو اخيستو سربېره پر دې هم پوهېږي چې د ټولنې غړي يې د نورو د ناوړه ګټو بېځايه قرباني نه شي.
منګل وويل: ((د مدني غورځنګونو او د حق غوښتنې او عامه پوهاوي د ولسي حرکتونو، ټولنو، شوراګانو او غونډو له لارې خلک په واقعيتونو پوهېدلی او سم تصميم نيولی شي چې څوک يې د خپلو ګټو لپاره تاواني او قرباني نه کړي. په نړۍ کې د ولسي حرکتونو په برکت د لويو مثبتو بدلونونو ګڼې بېلګې شته.))
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP