Language

کندهار (پژواک، ۲۵ کب ۹۸): د کندهار په ژېړۍ ولسوالۍ کې یوه سیمه ییز پولیس پر خپل قوماندان او همکارانو ډزې کړې چې په پایله کې يې څلور کسان وژل شوي او یو ټپي شوی دی.

پېښه نن سهار د دې ولسوالۍ په چهار ښاخې سیمه کې رامنځته شوې ده.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي پژواک خبري اژانس ته وویل، یوه سیمه ییز پولیس چې ښايي له وسله والو طالبانو سره یې اړیکې لرلې، خپل قوماندان او درې همکاران وژلي او یو بل یې ټپي کړی دی.

هغه زیاته کړه، دغه سیمه ییز پولیس له برید وروسته تښتېدلی او له ځان سره یې د هغوی وسلې هم وړې دي.

د ده په خبره، د پولیسو یو ټیم ساحې ته تللی او د دې پېښې په اړه یې پلټنې پيل کړې دي.

دی وايي، د تښتېدلي سیمه ییز پولیس د نیول کېدو هڅې پيل شوې دي.

تر اوسه وسله والو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو تر دې وړاندې د ورته پېښو مسوولیت په وار وار طالبانو منلی دی.

login or register a new account.