Language

کندوز کې د بې پولې ډاکترانو پخوانى روغتون د کرونا ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړى شو

کندوز ښار (پژواک، ٢٥ کب ٩٨): د کندوز حکومتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د بې پولي ډاکټرانو پخوانى روغتون يې په کرونا ويروس د اخته ناروغانو د درملنې لپاره ځانګړى کړى دى.

د اړوندې موضوع په اړه جوړې شوې غونډې ته د کندوز د عامې روغتيا رييس ډاکټر احسان الله فضلي وويل چې په دغه ولايت کې له کرونا ناروغۍ سره د مبارزې په موخه جدي چمتوالى نيول شوی دی.

هغه وايي: ((د بې پولې ډاکټرانو پخوانى روغتون  نن موږ د همدې ناروغۍ د درملنې لپاره ځانګړى کړ، دا يوه ډېر مهم او مجهز روغتون دى.))

دغه راز په دې غونډه کې د کندوز والي عبدالجبار نعيمي وويل چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه بايد ټول مسوولين او عام خلک له يوه بل سره همکاري وکړي.

والي وويل چې د امنيت شورا له پرېکړې سره سم د کرونا ويروس د مخنيوي په موخه په دغه ولايت او نورو ټول هېواد کې د لويو غونډو جوړول منع او تعطيل اعلان شوي دي.

ده زياته کړه: ((د دې ناروغۍ د درملنې مسووليت د عامې روغتيا رياست دنده ده، هېڅوک نه شي کولاى په دغه برخه کې خلکو ته اندېښنې پيدا کړي او ناسم معلومات خپاره کړي.))

همدارنګه د کندوز ولايتي شورا غړي غلام رباني رباني وويل چې د حکومت ترڅنګ ديني عالمان او رسنۍ هم بايد د کرونا ويروس د مخنيوي په برخه کې د عامه پوهاوي پروګرامونه ترسره کړي.

داسې مهال له کرونا ويروس د مبارزې لپاره چمتووالى نيول کېږي چې دا مهال په هېواد کې د يادې ناروغۍ ١٦ مثبتې پېښې ثبت شوې دي.

د يادونې ده، د کرونا ويروس يا (کويډ ١٩) درې مياشتې مخکې د لومړي ځل لپاره په چين کې خپور شو او اوس د نړۍ ١٤٠ هېوادونو ته خپور شوی دی.

د روغتيا نړيوال سازمان د معلوماتو له مخې، تر اوسه له دې ناروغۍ په ټوله نړۍ کې شاوخوا پنځه زره کسان مړه شوي او ١٢٥زره نور کسان پرې اخته دي.

سرچينې زياته کړې چې يواځې په چين کې څه باندې درې زره کسان مړه او تر ٨٠زرو کسان پرې اخته شوي وو چې تر ٦٠زرو زيات کسان يې بېرته روغ شوي دي.

له چين وروسته په ايټاليا، ايران او سوېلي کوريا کې ډېر کسان پر دې ناروغۍ اخته شوي او تلفات يې هم ډېر دي.

login or register a new account.

Related Topics