Language

ایران: افغان حکومت کولی شي په ایران کې د افغان کډوالو د معاینې لپاره کمپ جوړ کړي

کابل (پژواک، ۲۶ کب ۹۸): چارواکي وايي، د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دولتي کارمندان معاینه کېږي او ایران تیار دی چې د افغان کډوالو او بېرته راستنېدونکو د معاینې لپاره په خپله خاوره کې کمپونه جوړ کړي.

په هېواد کې د نن ورځې تر پايه پورې د کرونا ویروس مثبتې پېښې ۲٢ ته رسېدلې چې ۱٣ یې په هرات، درې په سمنګان، دوې په لوګر او یوه ــ یوه په بادغیس، کاپیسا، بلخ او دایکنډي ولایتونو کې ثبت شوې دي.

نن د مشرانو جرگي د نړیوالو چارو او عامه هوساینې کمېسیونونو د ځینو دولتي چارواکو په ګډون په هېواد کې د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه ځانګړې ناسته ترسره کړه.

د یادو کمېسیونونو غړو د کرونا ویروس د خپرېدو په اړه اندېښنه څرګنده کړه او له یاد ویروس سره د مبارزې لپاره یې له حکومته د جدي تدابیرو غوښتنه وکړه. دوی وویل، پر کرونا ناورغۍ اخته افغان کډوال په زور له ایرانه هېواد ته راستنېږي او حکومت د دوی لپاره هېڅ تدابیر نه لري.

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي وویل، کډوال په زور نه ایستل کېږي، بلکې د کرونا له وېرې هېواد ته راستنېږي.

نوموړي دغه راز وویل، د ایران حکومت له افغان دولته غوښتي چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره دې افغان حکومت د ایران په خاوره کې کمپونه جوړ کړي، د ایران حکومت تیار دی چې افغان کډوال له معایناتو وروسته افغانستان ته ستانه کړي.

بلخي وویل، دغه وړاندیز یې له حکومتي مشرانو سره شریک کړی دی څو د ایران په خاوره کې دغه ډول کمپ جوړ شي.

هغه زیاته کړه، که په دې اړه لازم تدابیر ونه نیول شي، په هېواد کې د کرونا ویروس د زیات خپرېدو امکان شته، ځکه د ده په خبره د تبې کتلو هغه دستګاه چې د اوس لپاره په سرحداتو کې د عامې روغتیا وزارت په واک کې ده، دا وړتیا نه لري چې پر دغه ویروس د اخته کېدو لومړنۍ مرحلې وښيي.

د عامې روغتیا د انستيتیوت عمومي رییس ډاکتر بشرمل نورمل په نننې ناسته کې وویل، د عامې روغتیا وزارت د بودیجې له مخې ستونزه نه لري او راتلونکې اوونۍ به ټول هغه طبي وسایل چې د یادې ناروغۍ د مبارزې لپاره اړین دي، هېواد ته ورسېږي.

د نوموړي په خبره، د عامې روغتیا وزارت په کابل کې د شېخ زاهد، جمهوریت او جناح روغتونونه د کرونا ناروغانو ته ځانګړي کړي څو د اړتیا پر مهال ترې استفاده وشي.

هغه هیله مندي څرګنده کړه چې د هوا په ګرمېدو به د دغه ویروس د خپرېدو مخه ونیول شي.

د اطلاعات او فرهنګ وزارت نشراتي مرستیال او له کرونا ویروس سره د مبارزې عالي کمېټې غړي شېوای شرق وویل: ((د تودوخې په ۲۷ سانتي ګراد درجه کې په هره سطحه ویروس له منځه ځي، خو دغه ویروس د انسان په بدن کې له منځه نه ځي.))

login or register a new account.