تالقان (پژواک، ٢٦ کب ٩٨): د تخار په خواجه بهاءالدين ولسوالۍ کې د طالبانو بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
د تخار د امنيې قوماندانۍ وياند سمونيار خليل اسير د کب په ٢٦مه پژواک خبري اژانس ته وويل چې تېره شپه وسله والو طالبانو د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په چرسي کلي کې په سيمه ييزو پوليسو بريد کړى دى.
هغه وايي: ((تېره شپه يادو سيمه ييزو پوليسو غوښتل د القناق له پوستې څخه بلې سيمې ته ولاړ شي، د چرسي په کلي کې طالبانو ورته کمين نيولى او بريد يې پرې کړى دى.))
د نوموړي د معلوماتو له مخې، په دغه بريد کې درې سيمه ييز پوليس وژل شوي او اووه نور ټپيان شوي دي.
خو دى وايي چې يادې سيمې ته تازه دمي ځواکونه رسېدلي او سيمه يې د طالبانو له شتونه پاکه کړې ده.
دغه راز د چرسي کلي اوسېدونکي رووف پژواک ته وويل چې تېره شپه ناوخته په دغه کلي کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړه شوې ده.
هغه زياتوي چې په دې جګړه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې خو د کره شمېرې په اړه يې معلومات نه لري.
بل لور ته وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
د يادونې ده، خواجه بهاوالدين د تخار ولايت له نا امنو ولسواليو څخه ده چې ډېرى وخت په کې د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ جګړې کېږي.
login or register a new account.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP