کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨) : د کورنيو چارو وزارت وايي چې د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه تر راتلونکې يوې مياشتې پورې يې له ناروغانو، ټپيانو او سوداګرو پرته نورو خلکو ته د پاسپورټونو پر وېش بندېز لګولى دى.
د ياد وزارت له خوا د کب په ٢٧مه، پژواک خبري اژانس ته په يوه رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي، د کرونا ناروغۍ د مخنيوي او درملنې په موخه د عامه اړيکو دولتي کمېټې پرېکړه کړې،ټول هغه ځايونه چې په کې د خلکو ټولېدنه ترسره کېږي، وتړي.
سرچينې زياته کړې، د دې کمېټې د پرېکړې پر بنسټ د کورنیو چارو وزارت له خوا په مرکز او ولایتونو کې چې لاندې موارد ترې استثنا دي، رسول کېږي چې د هېواد په کچه د ۱۳۹۹ کال د وري تر وروستيو پورې د پاسپورټ د وېش لړۍ بندېږي.
خو د کورنيو چارو وزارت ويلي، کوم ناروغان چې د پاسپورټ ترلاسه کولو لپاره د پاسپورټ عمومي ریاست ته مراجعه کوي، د پاسپورټ د مرکزي ادارې د مؤظفو ډاکټرانو د ناروغۍ تر تاييد وروسته کولی شي، خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، په ولایتونو کې کوم ناروغان چې ناروغي یې وخيمه او ښکاره وي، د اړونده ولایت د روغتیا ریاست تر تصدیق وروسته کولی شي خپل پاسپورټ ترلاسه کړي.
د کورنيو چارو وزارت ويلي، ملي سوداګرو ته د صنعت او سوداګرۍ وزارت تر تصدیق وروسته پاسپورټي خدمات وړاندې کېږي، دغه راز په ځانګړو حالاتو کې ټول ملکي او نظامي ټپيان کولی شي، پاسپورټ ترلاسه کړي.
سرچينې ويلي، کوم غوښتونکي چې د یوه بل معتبر هېواد وېزه ولري او په پاسپورټ کې يې ستونزې وي، کولی شي د پاسپورټ عمومي ریاست او یا هم په ولایتونو کې د پاسپورټ مدیریتونو ته مراجعه وکړي.
دغه راز کومو متقاضیانو چې په مرکز او ولایتونو کې ددې خبرتیا د خپرېدو له نېټې دمخه خپل اسناد طی مراحل کړي وي، کولی شي خپل پاسپورټونه په ټاکل شوي وخت له اړونده پوسټ خونو څخه ترلاسه کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، بهرنیو اتباعو ته د وېزې تمدیدي خدمات په مرکز کې د پاسپورټ عمومي ریاست او په ولایتونو کې دپاسپورټ مدیریتونو له خوا چې د وېزې د تمدید خدمات لري، ترسره کېږي.
login or register a new account.