Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

د پکتيا روغتون کې  ٣٠ بستره د کرونا ناروغانو لپاره ځانګړي شوي

ګردېز (پژواک، ۲۷ کب ۹۸): د پکتيا ولايتي چارواکي وايي چې په دغه ولايت کې د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره يې د شته اسانتياوو تر بريده چمتووالی نيولی دی.

دوی وايي چې په دې اړه يې د عامه پوهاوي کمپاينونه پيل کړي او د يادې ناروغۍ د احتياطي تدابيرو په لړ کې يې د حوزوي روغتون  ۳۰ بسترونه هم ځانګړي کړي دي.

د پکتيا والي، دعامې روغتيا رييس او د ګردېز ښاروال د دې موضوع په تړاو په يوه خبري ناسته کې له مرکزي ادارې څخه د زياتې پاملرنې او لازمو امکاناتو ورکولو غوښتنه وکړه.

والي شميم خان کټوازي وويل چې په ولايتونو کې د کرونا ناروغۍ خپرېدو د مخنيوي لپاره ټول هغه ناروغان چې تنفسي ناروغي لري له نورو OPD ناروغانو جلا کتل کيږي.

کټوازی وايي:((تر اوسه ټولې مثبتې پېښې له اېران څخه راغلې دي، نو بناً له کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت څخه زموږ غوښتنه دا ده چې رااوښتونکو کډوالو ته هلته کمپ جوړ شي، چې د هغو کسانو معاينات وشي او لږ تر لږه د څوارلس ورځو لپاره هلته وساتل شي، څوک چې جوړ وي ولايتونو ته دې د تګ اجازه ورکړل شي او څوک چې مريض وي، تداوي دې يې پيل شي.))

هغه زياته کړه چې د خوراکي توکو د نرخونو د کنټرول لپاره يې هم په ګردېز ښار او ولسواليو کې د اړونده ادارو په ګډون يو کمېسيون ټاکلی او مرکزي حکومت ورته په دې تړاو د اړتياوو پوره کولو ډاډ ورکړی دی.

کټوازي وويل:((پرون د اوليه خوراکي موادو نرخونه لوړ شوي و، عاجل اقدامات وشول، کنټرول شول او همداسې کنټرول به ساتل کيږي.))

د پکتيا د عامې روغتيا رئيس ډاکټر ولايت خان احمدزي وويل چې تر دې دمه په پکتيا کې د کرونا مثبته پېښه نه ده ثبت شوې او د دوه شکمنو پېښو له ډلې يې د يوې پايله منفي وه، خو د پکتيکا ولايت د يوه اوسيدونکي معاينات يې پلازمېنې ته لېږلي، چې تر دمه يې د پايلې په اړه څه نه دي ويل شوي.

احمدزی وايي،  هڅه کوي چې د وزارت او اړوندو ادارو په مټ ځينې شته اړتياوې پوره کړي.

نوموړي زياته کړه:((تطبيقوونکو موسـساتو ته هم ويل شوي چې د ضرورت لېستونه شريک کړي چې هغوی ته هم د اماده ګي لپاره بوديجه ورکړل شي. موږ ته له عامې روغتيا وزارت يو ميليون افغانۍ رسېدلې او د اړتيا وړ لومړني شيان به پرې واخلو.))

د ګردېز ښاروال عصمت الله خالد وايي چې تر دې دمه يې په ګردېز ښار کې ځينې هغه هټۍ تړلې چې لومړني خوراکي توکی يې احتکار يا په لوړه بيه پلورل‎.

خالد وويل چې له شمالي ګاونډيو هېوادونو سره سوداګريزې لارې پرانيستې دي اوله خلکو غواړي چې د ډېرو توکو له پېر او زېرمه کولو ډډه وکړي.

login or register a new account.

Related Topics

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.