Language

هند د افغانانو پر ورتګ بندیز لګولی

 

کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): د هندوستان حکومت له افغانستانه د هر ډول الوتنو او د خلکو پر ورتګ بنديز لګولی دی.

د هند حکومت له خوا د کب په ٢٧مه په يوه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې دغه بنديز سر له ننه ولګول شو او د مارچ تر ٣١مې پورې به وغځېږي.

سرچينې زياته کړې چې تر يادې نېټې پورې له افغانستان، فليپين او ماليزيا څخه هېڅ ډول مسافر او الوتنې هند ته نه شي ورتللى.

د هند حکومت ويلي چې دغه اقدامات د لنډمهالې مودې لپاره د کرونا ناروغۍ د مخنيوي په موخه په لاره اچول شوي دي.

د يادونې ده، له پرون سهاره پاکستان هم له افغانستان سره خپلې ټولې لارې وتړلې، خو د منځنۍ اسيا د ځينو هېوادونو لارې له افغانستان سره خلاصې دي.

د يادونې ده، د کرونا ناروغۍ له امله په ټوله نړۍ کې يو ډول بېړنى حالت اعلان شوى، اکثرو هېوادونو خپل هوايي ډګرونه او ځمکنۍ لارې يې تړلې دي.

دغه ناروغۍ چې درې مياشتې مخکې لومړى په چين کې خپره شوه، تر اوسه په ټوله نړۍ کې يې شاوخوا ٦٥٠٠ کسان وژلي او تر ١٩٠ زره زيات پرې اخته شوي دي.

په افغانستان کې هم د دې ناروغۍ ٢٢ مثبتې پېښې ثبتې شوې دي.

login or register a new account.

Related Topics