کابل (پژواک، ٢٧ کب ٩٨): ولسمشر اشرف غني وايي، د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی او غیر قانوني محدودیت د منلو وړ نه دی او د دولتي چارواکو په ګډون هر څوک چې په دې برخه کې ګرم وګڼل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
له ارګه د کب په ٢٧مه پژواک خبري اژانس ته په يوه استول شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ولسمشر اشرف غني دغه څرګندونې د خبریال ملي ورځې په مناسبت د مبارکۍ په پيغام کې کړې دي.
ولسمشر زياته کړې، ټولو په ځانګړي ډول افغان خبریالانو ته چې په سختو شرایطو کې خلکو ته د معلوماتو رسولو او د هغوی د پوهاوي مهمه او سپېڅلې دنده ترسره کوي، د خبریال ملي ورځې مبارک وي.
هغه ويلي، حکومت د بیان ازادي او رسنیو ازادي ته ژمن دی چې د حکومت او رسنیو ګډې کمېټې جوړولو، د خبریالانو د وجهي صندوق د ایجاد، معلوماتو ته د لاسرسي قانون د توشېح، د رسنیو د ازادۍ د ملاتړ د نړیوال ايتلاف غړیتوب ترلاسه کولو، اطلاعاتو ته د لاسرسي کمېسیون جوړولو، سږ کال د خبریالانو اړوند د تاوتریخوالي د ټولو (۱۲۶) پېښو د څېړنې، د خبریالانو د خوندیتوب طرزالعمل د تصویب، د خبریالانو، رسنیزو دفترونو او د دوی د فعالیتونو د امنیت د تامین او نورو مسوولانه اقداماتو له لارې تل د دغه ارزښت د ساتنې عملي او دوامدارې هڅې شوې او دوام به ولري.
ولسمشر زياته کړې: ((له ټولو ژمنو خبریالانو څخه مې هیله ده چې د مسوول افغان په توګه یو بل ته لاس ورکړي، په یو غږ د هېواد اوسنی وضعیت منعکس کړي او د ننني افغانستان واقعي انځور ځلولو ترڅنګ نورو ته ورسوي.))
اشرف غني ويلي چې دوى د ازادۍ، قانونیت، ملي وحدت او له بحرانه د وتلو په هغې کښتۍ کې ناست دي چې په ګډه به یې بریالیتوب ته ورسوي.
د هغه په وينا، په دې برخه کې د خبریالانو او رسنیو پر ارزښتناک رول سترګې نه شي پټېدلی، درانه خبریالان او د رسنیو فعالان دې د سولې لپاره برابر شوي فرصته د اعظمي استفادې لپاره د خلکو پوښتنې ځواب، اندېښنې لرې او ذهنونه روښانه کړي.
ولسمشر غني وايي، خبريالان او رسنۍ دې د واقعیتونو او حقایقو خپرولو له لارې د دښمن د پروپاګند مخنیوی وکړي. په دې او نورو مهمو او ملي مسایلو کې باید د خبریالانو او رسنیو په ګډون ټول مسوولیت منونکي واوسوي.
ده زياته کړې، د خبریالانو پر وړاندې هېڅ ډول تاوتریخوالی او غیر قانوني محدودیت د منلو وړ نه دی او د دولتي مقاماتو په ګډون هر څوک چې په دې برخه کې ګرم وګڼل شي، قانوني چلند به ورسره وشي.
login or register a new account.